1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې مېرمنې د نړۍ د بدلون په هڅه کې

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

په اوسلو کي د نوبل د سولې د جايزې کمېټې د ۲۰۱۱ کال د سولې جايزه درې مېرمنو ته ورکړه. د لايبېريا ولسمشره، د دغه هيواد يوه فعاله او د يمن د احتجاجونو يوه تنظيم کوونکې د دغې جایزې ګټونکي دي.

https://p.dw.com/p/13QRO
دغو درې میرمنو په خپلو هیوادونو کې په ډیرو سختو شرایطو کې کار کړی دی.
دغو درې میرمنو په خپلو هیوادونو کې په ډیرو سختو شرایطو کې کار کړی دی.انځور: dapd

د ۲۰۱۱ مېلادي کال د دسامبر په ۱۰ مه نېټه په اوسلو کي درې مېرمنو ته د نوبل د سولې جايزې وسپارل سوه. سږ کال د نوبل د سولې د جايزې گټونکي درې مېرمنې دي.

د سولي یوه جايزه گټونکې مېرمن ۳۲ کلنه ده او د يمن د هيواد سره تړاو لري. توکل کرمان نومي دغه مېرمنه يوه ژورنالسته او د يمن د اوږد مهاله ولسمشر، علي عبدالله صالح، پر ضد د احتجاجونو يوه مشره ده. د کرمان کوم عکسونه چي پر رسنيو خپاره سوي په ټولو کي دغې مېرمني حجاب پر سر کړی دی. توکل د یمن د پېژندل سوؤ څهرو څخه يوه ده.

توکل د صنعا اوسېدونکې يوه ژورنالسته ده. هغې پدغه ښار کي د سياست او حقوقو پوهنځۍ پای ته رسولې او د درو کلنو راهيسي په خپل هيواد کي د بيان د آزادۍ لپاره مبارزه کوي. نوموړې د اصلاح نومي گوند غړې ده.

د نوبل د سولې د جایزې دوه نورې کټونکې د لايبيريا هيواد څخه دوه مېرمنې دي. په دغو دوؤ مېرمنو کي يوه هم د نوموړي هيواد ولسمشره، اېلېن جانسن سرليف ده.

د لايبېريا هيواد د پلازمېنه هغه کوڅې چي کورنۍ جگړې له منځه وړي وې اوس بېرته پخې کړل سوي دي او حتی د شپې ورباندي څراغونه او گروپان روښانه وي. لايبرېا ته د ناکامه او ړنگ سوي هيواد په سترگه کتل کېدل. په دغه هيواد کي بنسټيزه جوړښتونه، ادارې، ښوونيز، قضايي او ورته نظامونه پر مځکه راپرځېدلي ول.

د لايبېريا ولسمشره، جانسن سرليف، سياسي ژوند هغه وخت پېل سو کله چي په ۲۰۰۳م مېلادي کال په دغه هيواد کي جگړه پای ته ورسېده. دوه کاله وروسته دغې مېرمني چي په امريکا کي يې لوړي زدکړي کړي وې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړ. په ۲۰۰۶ مېلادي کال دغه مېرمنه د افريقا لومړۍ ټاکلې ښځينه ولسمشره وه.

د لايبېريا غوندي هيواد کي چيري چي په ټولنه کي د نارينه و اثر زيات دی د يوې ښځي لپاره ولسمشري آسانه نه ده. په دغه هيواد کي ښځي د گڼ شمېر کورنيو ستونزو تر څنگ د جنايي کړویو قربانيانې هم دي. په دغه هيواد کي جنسي تېري د مېرمنو تر ټولو لويه ستونزه ده چي قربانياني يې زياتره تر ۱۲ کالو څخه کم عمر لرونکي نجوني وي. د خپلې ولسمشرۍ په دوره کي اېلن جانسن په دې توانېدلې چي خپل هيواد نه يوازي د ښځو د بهبود په ډگر کي بلکه په مجموعي توگه پر مثبت لاره روان کړي. دې ته د ښځو د حقونو د دفاع او په کورنۍ جگړه ځپلي هيواد کي د تفاهم د رامنځ ته کولو په بدل کي د نوبل د سولي جايزه وسپارله سوه.

د شنبې په ورځ د لايبېريا هيواد يوې بلې مېرمنې لايمې گبووې ته هم د سولي نوبل جايزه ورکول سوه. دغې مېرمني د خپلو ۲۰۰ ملاتړو ښځو په ملگري د لايبرېيا د هغه وخت د دکتاتور، چارلس ټېلر، پر ضد د احتجاجونو مشري کوله. دغو مېرمنو هڅه کوله چي ولسمشر د ياغي ملېشو سره خبرو ته وهڅوي. خو د چارلس ټیلر په وړاندې د غږ پورته کولو لپاره ډیرې زړوړتیا ته اړتيا وه. د مېرمنې گبووې تر ټولو ستره لاس ته راوړنه دا بلل کيږي چي دې د داسي ښځو ډله جوړه کړې وه چي هم په کښي مسلمانو ښځو او هم مسيحي ښځو گډون درلود. هغه په داسي حال کي چي د دواړو دينونو د خلکو تر منځ په کلو کلو سخته کورنۍ جگړه روانه وه.

د شنبې ورځ نه یوازي د هغو درو مېرمنو لپاره د بريا ورځ بلل کيږي چي د سولي نوبل جايزې يې لاس ته راوړي دي بلکه د دوی د ټولو ملاتړو لپاره دا د بریا او خوشحالۍ یوه ورځ ده.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش