1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې گاونډيان د ترهگرۍ په وړاندي گډه مبارزه غواړي

۱۳۹۰ تیر ۴, شنبه

د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو د ترهګری ضد نړیوال کانفرنس د اولی ورځی په پای کی پدی هو کړه کړي چی د سخت دریځو خلاف به په ګډه سره جګړه کوي.

https://p.dw.com/p/11jWb
د ايکو ارشيف انځور
د ايکو ارشيف انځورانځور: AP

د دری ګاونډیو هیوادونو د ولسمشرانو له خوا دا اعلامیه په داسی حال کی خپریږي چی د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان څخه د 2012 م کال تر دوبی د خپلو 33000 سرتیرو د راویستلو اعلان کړی.

په خبرپاڼه کی راغلی « دری واړو ولسمشرانو په دی خبره ټینګار کړی چی د ترهګری او بنسټپالنی د له منځه وړلو لپاره به خپلی هلی ځلی جاری وساتي. همدار راز د بهرنیو هیوادونو لاسوهنه کومه چی په لویه کچه د اسلامی روحیی پر ضد ده د ردولو خبره شوی. په بیانیه کی راغلی چی په سوله ایزه توګه په سیمه کی د خلکو په ګټه د کلتوری مناسبتو په سره هم هوکړه شوی.»

د ایران د دولتی خبری اژانس (ایرنا) د راپور پر اساس دری واړو هیوادونو پر د 2011 م تر پایه د مخه چی د دغی سرمشریزه غونډه په اسلام آباد کی تر سره کیږي د وزیرانو په کچه د غونډو په جوړولو هم هوکړه کړي.

تر دی وړاندی د درو گاونډي هيوادونو ولسمشرانو د تروریزم پر ضد د نړیوال کنفرانس څخه یوه ورځ تر مخه په تهران کي خبري اتري کړې وي. دري واړو مشرانو د ترهګري پر ضد د ګډي همکارۍ او د اړیکو د لا ښه کولو په سر ټینګار کړی وو.

د ایران د دولتی اژانس (ایرنا) په وینا زرداری، کرزي او احمدي نژاد د ترهګری خلاف جګړي، بنسټ پالي اود نشه اي توکو د مخنیوی په سر خبری اتری کړي.

ایران د ترهګری پر ضد د نړیوال کانفرنس څخه په ګټی اخیستنی سره لویدیځ په دی تورن کړي چی د ایران په وینا د ولسی کسانو په وړاندی د سیاسی تاو تریخ والی څخه کار اخلي.

د ایران ولسمشر احمدی نژاد د دغه نړیوال کانفرنس ګډون کوونکو ته ویلی:« په تاسف سره د ترهګری د پیښو په مرسته کولو کی ځینی اروپایی هیوادونه او د امریکا متحده ایالاتو ځینی سیاستوال ککړ دي.»

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی