1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د«سوريې ملي ايتلاف» په کنفرانس کي ګډون کوي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبه

د سوريي رژیم مخالف ایتلاف په استانبول کې د خپلي دوې ورځنۍ غونډي په پای کې د سوريي په اړه د ژنیو په دوهم کنفرانس کې د ګډون کولو اعلان وکړ. ایران هم تمه لري چې په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره په رسمي ډول وروبلل شي.

https://p.dw.com/p/1AtJR
انځور: BULENT KILIC/AFP/Getty Images

د ترکيي او لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو د «سوريي د ملي ایتلاف» له غړو سره تر دوو ورځو پرله پسې خبرو اترو وروسته په دې وتوانیدل چې د سوريي په اړه د ژنیو په دوهم کنفرانس کې د ګډون له پاره د دغې ډلي رضایت ترلاسه کړي.

د سوريي مخالف ایتلاف چې د سوريي د رژیم تر ټولو لویه مخالفه ډله ده، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۸) اعلان وکړ چې په دغه کنفرانس کې به ګډون وکړي. دغي ډلي له ډیر پخوا څخه اعلان کړی وو چې په هغه صورت کې به په کنفرانس کې ګډون وکړي چې د بشارالاسد د لیري کیدو موضوع ته د کنفرانس په اجندا کي ځای ورکړل شي.

ټاکل شوې ده چي د ژنیو۲ کنفرانس به د راتلونکي چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ۲۲) د سویس په مونترو ښار کې پيل شي. په دغه کنفرانس کې به د اسد رژیم پر مخالفینو سربیره د دغه رژیم استازي هم ګډون وکړي.

ملګري ملتونه، آمریکا متحده ایالات، روسیه او سعودي عربستان د دغه کنفرانس نور مهم ګډونوال دي. ویل کیږي چې تر۳۰ ډیر هیوادونه او نړیوال بنسټونه په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره وربلل شوي دي. په سوریه کې د نوي انتقالي دولت د غړو ټاکل د دغه کنفرانس له مهمو اهدافو څخه شمېرل کیږي.

په ترکیه کې د آلماني د خبري آژانس په حوال، د استانبول په غونډه کې د سوريي د ملي ایتلاف له ډلي څخه ۵۸ تنو يي د ژنيو په دوهم کنفرانس کې د ګډون په حق کي او۱۴ تنو يي په مخالفت کي رايي ورکړې. د «ژنیو۲» په کنفرانس کې د سوريي د ملي ایتلاف ډلي په ګډون سره د دغه کنفرانس د جوړیدو له مخه لوی خنډ ليري شو.

ایران کنفرانس ته د بلل کیدو په تمه دی

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په دمشق کي له بشارالاسد سره د ملاقات پرمهال
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په دمشق کي له بشارالاسد سره د ملاقات پرمهالانځور: Reuters

د ایران اسلامي جمهوریت او روسیه، د بشارالاسد رژيم تر ټولو مهم پلویان دي چې د تیرو دريو کلونو په بدلونونو کې تر ټولو اغېزمن هیوادونه بلل کیږي. خو بيا هم ايران کنفرانس ته وربلل شوی نه دی.

روسيه د ژنيو په دوهم کنفرانس کي د ايران ګډون غواړي او ملګرو ملتونو هم اعلان کړی دی چي په دغه کنفرانس کي د ايران د ګډون ملاتړ کوي. خو امريکا متحده ايالات نه غواړي چي ايران په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي. د امريکا د مخالف دليل دا دی چي ايران د سوريې په اړه د ژنيو د لومړي کنفرانس توافق نه مني. په لومړي کفنرانس کي وړانديز سوی وو چي د بشارالاسد د رژيم پرځای دي بل انتقالي دولت وټاکل سي.

پر امريکا متحده ايالاتو سربيره د سوريې رژيم مخالفي ډلي هم په دغه کنفرانس کي د ايران له ګډون سره مخالفي دي.

د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخي د سوريې په کورنۍ جګړه کي تر اوسه پوري نزدې ۱۳۰ زره انسانان وژل سوي او په ميليونونو نور له هيواد څخه باندي يا په خپل هيواد کي يوې بلي سيمي ته تښتېدلو ته مجبوره سوي دي.