1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دطالبانو سره به دپاکستان دحکومت دسولي تړون پایښت ونلر ی

۱۳۸۷ خرداد ۱۰, جمعه

په افغانستان کی د آزادو خبريالانو دټولني او دوخت د آژانس د مشر رحيم الله سمند ر په عقيده ...

https://p.dw.com/p/E8O0
رحيم الله سمندر
رحيم الله سمندرانځور: DW/ Ratbil Shamel

که څه هم دسولی کوم تړون چی دپاکستان دحکومت او ددغه هيواد دتحريک طالبانو ترمنځ لاس ليک شوی ، پايښت به ونلری ، خو بياهم په سيمه کی دمخالفینو سره دسولي پوښتنه مطرح ده . که په پاکستان کی و ي يا په افغانستان کي . دسمندر په عقيده بايد دافغانستان حکومت دنړيوالي ټولني په مرسته دخپلو مخالفينو اوناراضو ډلو سره دروغی جوړی او سياسی خبروڅخه غاړه ونه غړوی .

سمندر زموږ دخبريال ددی پوښتني په ځواب کی چی ولی دسولی کوم تړون چه دپاکستان دحکومت او ددغه هيواد دطالبانود يوې ډلي سره لاس ليک سوی ،پايښت به ونلری ، وايي چی :

پاکستان دغه تړون دتحريک طالبان پاکستان دډلي دمشر بيت الله محسود سره لاس ليک کړی دی . محسود په پاکستان کی دطالبانود ټولو ډلو څخه استازيتوب نسي کولای . محسود په وزيرستان کی دطالبانو ديوۍ کوچنۍ ډلي مشری په غاړه لری . نور پاکستانی طالبان چی سوات ، ديره اسمعيل خان ، خيبر اجنسی ، باړه آدم خيل او نورو سیموکی دي ، هغوی دبيت الله محسود مشری نه منی .

بيا سمندر ددی پوښتني په ځواب کی چی دی دپاکستان د حکومته سره سوله کوی او په افغانستان کی جګړه غواړې وايی :

دپاکستان او دطالبانو ترمنځ دسولی دتړون دپيل څخه ښکاری چی ددغي وړۍڅخه کومه شړۍ لاس ته نه راځی . که څه هم دپاکستانيانو نيت به داوی چی دطالبانو سره دسولی ديوه تړون په لاس ليک کولو سره به ددوی په خاوره کی آرامی وی او ناآرامی به په افغانستان کی ډيريږی ،او طالبان به هم دافکر کوی چی دپاکستان له خوا به دوی ته څه نه ويل کیږی او دوی به په افغانستان کی دفعالیت آزاد لاس ولری . خو هم دپاکستان حکومت او هم طالبان بايده دی په دی پوه وی چی په افغانستان کی به ددغه هيواد ملی پوځ ، ناټو او امريکايي وسله وال ځواکونه دطالبانو دفعاليتونو په زياتيدلو سره لاس تر زني کښينني . دوی به متقابل غبرګونونه وښه يی . سوله اوثبات به په پاکستان کی هم پايښت پيدا نکړی . خو له بده مرغه به بيا په دواړو خواو کی دپښتنو سيمی وی چی دنا آراميو ، نا امنيو او جګړو په اور کی به سوځی .

سمندر ددی پوښتنی په ځواب کی چی په افغانستان کی دسولی بحث راپورته شوی وايی چی :

دسولی بحث يو ښه بحث دی او بايده دی چی په افغانستان کي دمخالفينو سره دروانو لانجو ديوې سیاسی حل لاری دپاره هڅي وسی خو ددغه هڅو ابتکار هيڅکله برهان الد ین ربانی يا دده پلويان يا پخوانی توپک سالاران په لاس کی نشی اخيستلای ځکه ددوی هڅی صادقانه هڅی ندی