1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دغزې د جنګ په باب د ملگرو ملتو نوی رپوټ

۱۳۸۸ مهر ۷, سه‌شنبه

د ملگرو ملتو په هغه نوي رپوټ کښي چه 15 ورځي مخکي خپور سوی ، راغلي دي چه اسرائيلي عسکرو او وسله والو فلسطنيانو 9 مياشتي دمخه د غزې د جگړې په اوږدو کې نړيوال بشري حقونه تر پښو لاندي کړيدي

https://p.dw.com/p/JtNQ
دغزې د جنګ خرابۍ
دغزې د جنګ خرابۍانځور: AP

د غزې په ښار کې د بشري حقونو په مرکزي دفتر الميزان کې، ددغي ټولني وياند محمود ابو رحمان د خپل ميز تر شا ناست او ستومانه ښکاري : ده او ملگرو يې ټوله شپه، د غزې د جگړې په هکله د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې 575مخيز رپوټ لوستی ؤ .

محمود ابو ريحان وايي ،« دا يوه له ډېرو د اهميت وړ دندو څخه وه، چې ملگرو ملتونو، په فلسطيني سيمو کې له بشري حقونو او نړيوالو حقوقي پرېکړو څخه د سختو سرغړونو د څېړنو په باب ورکړې وه . زما خاطر اوس جمع دئ، چې دا رپوټ بشپړ شوی او نړيوالي ټولني دا پتيلې ده، چې يو گام به وړاندي اخلي . خو سره له دې موږ دا احساس کوو، چې دا يواځينی گام دئ او ښايي نور هم په ډاگه شي، چې نړيواله ټولنه دې رپوټ کې راغلو واقعيتونو په برخه کې څه عمل کوي .»

دوی د ملگرو ملتونو په رپوټ سره ځانونه پياوړي احساسوي . ځکه : دا رپوټ د هغو څېړنو او پلټنو پخلی کوي، چې فلسطنيانو، اسرائيلو او د بشري حقونو نړيوالو ټولنو سر ته رسولی - او په ډاگه کوي چې : اسرائيلو او وسله والو فلسطنيانو د غزې د جگړې په اوږدو کې نړيوال بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي . د ملگرو ملتو رپوټ د اسرائيلو د حکومت دا ادعا هم بېځايه بولي، چې د دوی پوځي او سياسي عمليات د بين امللي حقونو سره برابر وه .

ابو رحمان بيا وايي : « اسرائيل تر اوسه پوري دا نه مني، چې په غزه کې د خپلو ځواکونو کړه وړه په اغېزمنه توگه سره وڅېړي . زما په خيال دا به سمه نه وي، چې نړيواله ټولنه، عدالت ته د هغو کسانو په راکښلو کې اوچت گامونه پورته نه کړي، کومو چې په غزه کې يې د بين امللي او بشري حقونو پر ضد کارونه سر ته رسولي .»

Proteste Orthodoxer Juden von Naturei Karta in Israel gegen Gazakrieg
انځور: AP

د غزې په ښار کې د بشري حقونو د پاره له فلسطيني مرکز څخه حمدي شکورا، د غزې په تراړه باندي د واکمن گوند حماس په هکله د ملگرو ملتونو د رپوټ په باب څرگندوي :

« ما د حماس له يو شمېر پارلماني غړو سر کتلي دي، دوی هم پوهيږي، پر ملکي خلکو باندي د فلسطيني راکټونو گذار، د فلسطنيانو موضوع ته په بين امللي سطحه زيان رسوي .)

په غزه کې د امريکې د پخواني مشر جيمي کارتر د مؤسسې د پاره کارکوونکی او هم د سياسي او تصدي چارو صلاح کار سميع عبدالشفيع ، د ملگرو ملتونو د رپوټ قضايي او سياسي عواقبو ته اشاره کوي چې : ددې خبري روښانه کول ، چې اسرائيلو د غزې په جگړه کې له نړيوالو بشري حقونو څخه تېری کړیدی، په ساحلي سيمو کې کلابندو خلکو ته يوه له معنی څخه ډکه وينا ده .

سميع عبدالشفيع جوتوي، « تر څو پوري چې د غزې په تراړه کې چا عملي گامونه نه وي ليدلي، د هغو شواهدو پر بنسټ چې په دې رپوټ کې موجود دي، تر هغو پورې به دا هر څه بې ارزښته وي . »

شفيع دا هم وايي، چې څو څو ځله نړيوال پلاوي غزې ته راغلي، رپوټونه يې ترې چمتو کړي، خو د دې ځای 1,5 مليونه اوسېدونکو ته يې کومه گټه نه ده رسولې .

ورين کوټه/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري