1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دغزې د سيمي څخه داسرائيلي ټانکونو په ايستلو پيل سوی

۱۳۸۶ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

. پرون سهار د اسرائيلو حکومت ددغه هيواد پوځي ځواکونوته هدايت ورکړی دی چي په موقتي ډول سره د غزې دسيمي څخه ووزي

https://p.dw.com/p/DKBM
د غزې او د لوېديځ اردون په سيمو کي فلسطينيان سخت را پارېدلي دي
د غزې او د لوېديځ اردون په سيمو کي فلسطينيان سخت را پارېدلي ديانځور: AP

دغزې پر سيمه باندي داسرائيليانو دغه پوځي عمليات شپږ ورځي دمخه دتاوده ژمي ترکود نامه لاندي پیل سوي وه . اسرايليانو ددغه عملياتو په بهير کي

116 تنه فلسطينيان وژلي دي چي ډيری يي کوچنيان او ملکي وګړي وه . د ټپيانو شمېر د 350 څخه هم ډير دی. اسرايلو د غزې په شمالي خوا کي د فلسطيني پناه غوښتونکو پر کمپ باندي سختي مځکنۍ او هوايي حملې کړي ، چي دغه کمپ ته ډير تاوانونه رسېدلي دي.

خو ددغه ټولو بدمرغيوو او تلفاتو سره سره بيا هم دحماس راډیو همدا چي اسريليان پرشا ځي وايي چي دا زموږ دپاره يو بری دی .

له بله پلوه د غزي دسيمي څخه داسرائيلو د خاوري په لور دکسام ډوله توغونديو توغول ددوشنبې په ورځ هم دوام درلودی .

هم دغزې په سيمه کي او هم اوس بيا دلوېديځ اردن په سيمه کي فلسطينياني وګړي ډيرسخت داسرائيليانو پر ضد را پارېدلي او په ټولو فلسطيني نيول سوو سيموکي د اسرا ئيليانو پرضد دډبرو او د موټرو دسوځولو ګوزارونه ليلد کيږي.

دغه رکم هرکتونه سړي ته ددوهم انتيفادا خاطرې چي د 2000 مېلادي کال په مني کي و ورپه یادوي. او داسي ګومان کېدای سي چي دفلسطينيانو دغه پاڅون نه يوازي داسرايليانو پر ضد يو پاڅون وي بلکي په رام الله کي د فلسطين دکورواکي ادارې دمشرانو پر ضد هم.

په لوېديځ اردن کي اوسېدونکي فلسطينيان ښايي نور دا ونسي زغملای چي ددوی هيوادوال دغزې په سيمه کي دتجريد او پرله پسې فشارونو لاندي ژوند وکړي.

دفلسطين په کورواکو سيمو کي ديوه دريم انتيفادا دپاره خوځښتونه ليدل کيږي.