1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: د نيلوفر پريکړه شرموونکې ده

۱۳۹۵ دی ۶, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي هليه لري په امريکا کي د افغان پيلوټي د پناه غوښتنه رد سي. نيلوفر رحماني په امريکا کي د زده کړو تر۱۵مياشتنۍ دورې وروسته هلته د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2Usv1
Afghanistan Armee-Pilotin Niloofar Rahmani
انځور: NATO

د افغانستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ تائيد کړه چي د افغانستان د هوايي ځواک ۲۵ کلني پيلوټي نيلوفر رحماني، په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه کړې ده. تر دې مخکي هغې له وال ستريت ژورنال سره په خبرو کي ويلي ول چي بيره لري افغانستان ته په ورتگ سره به ئې ژوند په خطر کي سي.

يادي رسنۍ د رحماني په حواله ليکلي دي چي هغه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو او هم خپلو دوستانو له خوا په مرگ گواښل سوې ده.

د امريکايي رسنيو د راپور له مخي مېرمن رحماني د روان کال په دوبي کي لا د پناه غوښتنليک امريکايي چارواکو ته وړاندي کړی وو.

رحماني چي په ۲۰۱۵م کال کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د «زړوري ښځي» جايزه ورکړل سوې، د طالبانو تر رژيم وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کي د مثبت بدلون راتللو سمبول گرځېدلې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش، ويلي دي، اميدواره دی چي د امریکا متحدو ايالاتو حکومت چي د افغان امنيتي ځواک په جوړښت کي ئې په ميلياردونو ډالره مصرف کړي دي، د مېرمن رحماني د پناه غوښتنه رد کړي.

رادمنش، د مېرمن رحماني دغه پريکړه «شرموونکې» بللې او زياته کړې ئې ده، هغه گواښونه چي هغې ياد کړي دي، يوازي د پناه غوښتني بهانه دي.

رادمنش ويلي دي: «کله چي يوه افسره د ناامنۍ شکايت کوي او له امنيتي گواښوونو بيره لري، بيا نو عام وگړي څه وکړي؟ هغې ځان ته بهانه جوړه کړې. موږ په سلونو داسي مدني فعالي لرو چي فعاليت کوي او امنيت ئې خوندي دئ.»

کپتانه رحماني چي په ۲۰۱۲م کال کي د پيلوټۍ له ښوونځي څخه فارغه سوې او د پوځي کارگو الوتکو «سی- ۲۰۸» پيلوټه ده، د زده کړو له پاره امريکا متحدو ايالاتو ته تللې وه او پتېيل سوې وه چي د شنبې په ورځ بيرته افغانستان ته ستنه سي.

نور مطالب: