1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دقرغزستان جمهوررييس باقي ايف بيرته انتخاب سو

۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعه

د قرغزستان جمهوري انتخابات څرنګه چي انتظار يې کيده، واکمن جمهور رييس باقي ايف وګټل . خو نه« د ديموکراتيکي لاري »، بلکه د «درغليو له لاري . » دا خبره د هغه مخالف کانديد سيالان کوي ...

https://p.dw.com/p/Ix1r
دقرغزستان جمهوررييس باقي ايف
دقرغزستان جمهوررييس باقي ايفانځور: AP

لا دانتخاباتو نتيجې ښکاره سوي نه وې چي د هغه دووسيالانو خپل کانديتوب بيرته واخيست، او د نوو انتخاباتو يې غږ وکړ.

يو د هغو له جملي څخه چي دغه چيغه پورته کړې ده، الماس بيک آتم - باي ايف، نوميږي . د هغه د قرغزستان د سوسيال ديموکرات ګوند دوه ساعته وروسته درايو ورکونو له پيل څخه ، د انتخاباتو په بهير کي د ډيرودرغليو او بي نظميو تور ولګاوه .

ده وويل ،« مونږ غواړو چي خلک هر څه کنترول کړي . خلک بايد د هر څه تصميم ونيسي . امريکا يو ډير ښه مثال دی . هلته نه يوازي جمهور رييس، بلکه ګورنران، ښاروالان او حتی ملکان هم انتخابيږي . کله چي د يوې زړې انا يو چرګ هم غلا سي، ملک بايد شپه او ورځ پسي وګرځي ترڅو دغه چرګ پيدا کړي . که چيري پيدا يې نه کړي، نو دغه زړه انا بيا دغه ملک ته بل واري خپله رايه نه ورکوي . نو ملک خپله دنده له لاسه ورکوي . مونږ ټول قدرت خلکو ته سپارو، خلک بايد وټاکي او خپله تصميم بايد ونيسي.»

له بيشکيک څخه يوې آزادي خبريالي کاترګين ،د آتم با ايف نيوکو ته غوږ ونيو او په يوه رپوټ کي يې وويل : « آتم با ايف پر نورو مسايلو سربيره دا هم وويل چي دولتي قدرت له زور څخه کار اخيستی او هڅه يې وکړه چي ولس وبيروي .

د مخالف اړخ د معلوماتو له مخي د ايسک کو په سيمه کي د پارلمان دوه استازي د احتجاج د ښودلو له امله بنديان شوي دي . »

Aziza Abdurasulowa
انځور: Alexandr Tokmakow

دغي خبريالي وويل چي دوهم کانديد، نظر علي ايف بايد درې ورځي مخکي دانتخاباتو له پيل څخه د خپل نه ګډون اعلان کړی وای . اوس وخت له وخته تير دی .

خو مخالف اړخ حتی د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي انديښنه څرګنده کړې وه چي ښايي پر ټاکنو باندي انحصار ولګول شي .

هغوی وويل : « دجمهور رييس آقا ايف څخه ورو ورو يو مطلق العنان واکمن جوړيږي، چي غواړي د هر څه په استفادې سره پر قدرت پاته شي .»

د سوسيال ديموکراتانو پارلماني رييس، بشچيموف حتی څو ورځي مخکي د احتجاجونو د کولو ګواښ کړی ؤ .

ده ويلي وه ،« هغوی هيڅکله رښتيني انتخابات نه غواړي . دا چي دوی دا نه غواړي ، نو موږ پرته له دې چي د يو انقلاب بند و بست وکړو بله چاره نه لرو . »

مخالفين واکمن جمهور رييس په دې هم تورنوي چي په دغه بې وزلي هيواد کي يې د لوږي او فقر د له منځه وړلو لپاره هيڅ نه دي کړي .

دا چي باقي ايف په غير عادلانه ډول بيرته انتخاب شوی دی، نه يوازي دهغه د مخالفينوادعا ده، بلکه د انتخاباتو د څارني لپاره په اروپا کي د امينت او د همکاري د کنفرانس OSCE څارونکي چي دقرغزستان پروني انتخابات يې له نژدې څارلي دي، هم دا خبره کوي .

هغوی وويل :« دغه ټاکني چي د يو لړ درغليو او بي نظميو سره جوختي وې، د دې ښکارندوی دي، چي قرغزستان د ديموکراسۍ څخه څومره واټن لري . »د هغوی د وينا له مخي ،« په انتخاباتوکي نړيوال معيارونه په پام کي نه وه نيول شوي . د مثال په ډول ،واکمن جمهوررييس باقي ايف له دولتي دستګاه او دولتي خبري رسنيو څخه په خپله ګټه کار اخيستی دی . » .

خو په بيشکيک کي ددغه سازمان د څارني پلاوي وويل : سره له دې هم په قرغزستان کي لږ ترلږه د منځني آسيا د نورو هيوادونو په پرتله سياسي پلوراليزم يا څو قطبيت او د مدني ټولني نخښي نښاني سړی له ورايه ويني چي ورځ په ورځ څومره غښتلي کيږي .

شټيفان لاک/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري