1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دلاوري: د کابل بانک موضوع حل شوه

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۳ آبان ۱۴, چهارشنبه

د افغانستان د مرکزي بانک رییس نورالله دلاوري، د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د کابل بانک موضوع د ۳۰۰ میلیونو ډالرو له راټولولو او د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیونو ډالرو شتمنیو له تثبیتولو سره حل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1DhCH
انځور: AP

دلاوري له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې اوس د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیونو دالرو په ارزښت تثبیت شویو دارایي گانو د ترلاسه کولو له پاره محکمو او بهرنیو هیوادونو ته غوښتنلیکونو استول شوي دي. په هغو هیوادونو کې چې ورڅخه د مرستې غوښتنه شوې ده امریکا متحده ایالات هم شامل دي.

دلاوري ویلي دي: «نور نو دا مسله کوم مغلق جنجال نه دی.» هغه زیاته کړې ده: «څه چې شوې هغه شوې. موږ مسوول یو. اخیستونکي مسوول دي. هغه څه چې نه دي ترسره شوې، محکمې ته سپارل شوي دي او محکمه یې باید په اړه پریکړه وکړي.»

کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې هغه وخت ډیوالي شو چې سهمدارانو او نورو پوروړو یې خپل پورونه ادا نه کړل. د کابل بانک په قضیه کې د یو شمیر پخوانیو لوړ پوړو دولتي چارواکو نزدې خپلوانو ته گوتې نیول کیږ ي. په دغو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور، او د هغه د هغه مهال د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم کورنۍ هم شامل دي.

له کابل بانک څخه په ۲۰۱۰ کال کې ټول ټال ۸۳۵ میلیونه ډالر ورک شول، چې پر بانکي سکتور باندې یې د افغانانو اعتبار ته سخت تاوان ورساوه.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل کار له پیلولو سره سم، د کابل بانک د دوسیې د بیا پرانیستلو پریکړه وکړه او ویې ویل چې دغه دوسیه به د ۴۵ ورځو په جریان کې حل کړي. ډیر شمیر څارونکي د کابل بانک قضیې ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني د آزموینې په سترگه گوري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب