1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمعتدلو طالبانو سره د خبرو تصميم لا ندی نيول سوی

۱۳۸۸ دی ۲, چهارشنبه

په برلين کي اوس په دې هکله فکر کيږي چي تر کومو شرايطو لاندي په اصطلاح کيدای شي له «معتدلو طالبان» سره خبري اتري وسي . د دغي خبري پخلی حکومتي وياند، اولريښ ويلهلم وکړ

https://p.dw.com/p/LBx2
انځور: AP

هغه وويل دا موضوع د افغانستان په هکله د نړيوال کنفرانس چي د جنورۍ په پای کي په لندن کي دايريږي، په اجنداء کي نيوله شوې ده، خو د پخلايني او په ټولنه کي د بيرته ادغام تر عنوان لاندي :

«سره کرښه - يعني هغه يوه ته چي له هغي څخه وړاندي د ګام ايښودلو اجازه نه وه، معنی دا چي هيچا نه غوښتل ځيني دغه ډول پخواني جنګيالي د خبرو اترو ميز ته وغواړي، ځکه تل دا پوښتنه مطرح وه چي : آيا دغه قوتونه د افغانستان اساسي قانون مني او که هغوی د دغه قانون پر خلاف دي ؟»

د آلمان د حکومت وياند، ويلهلم ټينګار وکړ، البته که چيري دغسي خبري اتري کيږي، هغه بايد د افغانستان د حکومت تر رياست لاندي سرته ورسيږي .

د جرمني د دفاع وزير، کارل تيودور څوګوتنبرګ، د اونی په پيل کي يادونه وکړه چي په افغانستان کي د امنيتي وضعيت د ښه کولو لپاره طالبانو سره د مفاهمې چينلونه پرانيستل شي . د سوسيال ديموکرات د دفاعي چارو وياند، راينر ارنولد وويل، کيدای شي چي له پوځي لحاظه طالبان پر شا وتمبول شي، خو دا چي هغوی ته دي په بشپړه توګه ماته ورکړای شي، سړی څه ويلی نسي .

د افغانستان جمهور رييس، حامد کرزي له ډير وخت څخه هغو مخالفينو ته چي له زور زياتيو څخه لاس اخلي، په ټولنه کي د بيرته ګډيدو دراوزه پرانيستې ده، خو لا تر اوسه پوري دغه ډول وړانديز کومه ډيره ګټه نه ده کړې . طالبان د افغانستان اساسي قانون ردوي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي .

په عين وخت کي د کندز د هوايي بمبارۍ د پيښي پلټنه روانه ده، کومه کي چي د يوه آلماني ډګروال په امر د طالبانو له خوا پر دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي تباه کونکې حمله وشول . وروسته له هغه چي وويل شول چي د آلمان د بهرنيو چارو وزرات هم له بمبارۍ څخه ډير لږ وخت وروسته د ملکي خلکو له مرګ ژوبلو خبرتيا موندلې وه، د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاين ماير چي اوس د خپل ګوند، سوسيال ديموکرات پارلماني مشر دی، د خپلو سياسي مخالفينو تر فشار لاندی پريوتی .

څرنګه چي د مسيحي ديموکرات سياستوال، اندرياز شوکندورف د کندز د هوايي بمبارۍ پيښي ته په اشارې سره وايي :

« د بهرنيو چارو وزرات په سيمه کي خپل استازي درلودل . نوي په دي وجه زه په فکر کوم چي هغه له پيښي څخه ډير لږ څه وروسته پوره معلومات درلودل .»

خو شتاين ماير د آلمان د هغه وخت د دفاع وزير، فرانس يوزف يونګ پر خلاف، داسي انګيرنه هيڅکله ښکاره نه کړه چي په دغه حمله کي دي ولسي وګړي نه وي وژل شوي . نو په دې وجه د سوسيال ديموکرات پارلماني غړي، هانز پيتر بارتلز د ملامتيا توپ بيرته د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال د اتحاد تر مشری لاندي د دفاع وزارت ګول ته ورواچاوه، او په دې ډول يې د خپل پارلماني مشر، شتاين ماير مخي ته دفاعي کرښه جوړه کړه:

«هغه غلط معلومات نه دي ورکړي، هغه دا ويلي دي چي صدراعظمي انګلا ميرکل د پيښي د بشپړ او پرته له خنډ څخه د روښانه کولو ژمنه کړې ده . خو ددغي روښانيتا مسؤليت د دفاع وزارت په غاړه دي .»

دا چي د مسيحي ديموکرات له ګوند څخه د هغه وخت دفاع وزير، فرانس يوزف يونګ په نوي حکومت کي د کار او ټولنيزو چارو د وزارت له مقام څخه استعفاء کړي ده، کله چي تر جنوري وروسته د فدرالي شورا د پلټني جرګه ګي د کندز د موضوع په اړه د غلطو او پټو شوو معلوماتو پر سر بيا بحث پيل کړي، په برلين کي وبه ليدل شي چي ايا د حکومت کوم بل وزير هم د نوموړي پيښي قرباني کيږي که نه .

ګريسلر/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري