1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دناتو په پوځي هډي باندي دطالبانو بريد

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

نن سهار اسلامي تند لارو په افغانستان کي دناتو په ستري پوځي هډی ، بګرام باندي يو بريد کړي دي .

https://p.dw.com/p/NRYj
انځور: Google Maps/Digital Globe

څنګه چی دناتو په يوه رپوټ کی ويل شوی دي ، دتندلارو طالبانو ددغه عملياتو په بهير کي اوه تنه بريد کونکي وژل شوی خو پنځه تنه بهرني عسکر هم په دغه پيښه کی ټپیان شوی دي . ددغه عملياتو په هکله دطالبانو يوه ویاند ویلی دی ، چي دبګرام په پوځي هډي باندي دنن ورځي په بريد کي په مجموعی توګه شل کسه پاڅونکونکو ګډون کړی و چي دوي ټول دچاودیدونکو توکو سره سمبال واسکټونه اغوستی و.دغه خبر درويتر دخبر رسولو دآژانس له خوا خبور شوی دي .

خو د dpa دآژانس په يوه خبر کي چي هغه هم نن سهار خپور شوی دی ، ويل کیږي ، چی دکابل دښار دشمالي خوا په 75 کيلو متري کي دبګرام په هوايي هډی باندی دتوغنديو او دافع ټانک دګوليو ګوزارونه شوي . يوه امریکايي پوځی ویاند وايی چي دتند لار و ددغه بريد په مقابل کي عسکرو سمدستي غبرګون ښودلي 7 تنه مقاومت کونکی وژل شوي دغه دڅو ګړيو دپاره دوام درلود .

پرون هم دکابل دښار په لويدیځه خواکی دځانمرګي ديوه ګوزار په پيښه کي چي هدف دناتو يو پوځی کاروان و 18 کسه وژل شوي چی 6 تنه يي امریکايي او کانادايي عسکرو .

په کابل کي دتند لارو طالبانو دپرون او دنن ورځي دعملیاتو په اړوند آلماني نامتوورځپاڼي Frankfurter Allgemeine Zeitung پخپله يوه تبصره کي لیکي چی : « دغه پيښۍ په ډیر بیرحمانه توګه ددي حقیقت ښکارندوي بلل کیداي شی چی په افغانستان کی دسولي او ثبات دپاره کومه نوي ستراتیږی چي دامريکي دمتحده ایالتونو دولسمشر بارک اوباما له خوايي پریکړه شوی ، او دي موخی ته درسيدلو دپاره 30000 نور عسکر افغانستان ته استول شوي او همدا اوس له 100000 څخه زيات بهرنی عسکر دهندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان کی ماموريت تر سره کوی ، بياهم داسي ښکاري چی ددغه نوي ستراتيژی بريا به حتمی نه وي .

دناتو ددفاعي تړون په تاريخ کی دومره زيات عسکر دناتو دپولو څخه بهرنه و استول شوي ، داچي ناتو اوس غواړي ديوه نوي ستراتيژي طرحي سره د 21 پیړۍ ننګونو ته ځواب ووايي ، ځانته خبره ده خو داچي دناتو غړي هیوادونه به په افغانستان کي خپل ماموريت چي بیخي تر بلو شرايطو لاندي يي تر غاړه شوي څنګه به بریالیتوب سره تر سره کولاي شي ، په روان وخت کي دناتو دپاره يوه ستر دنده بلل کیږي .