1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنړيوال کيدونکي 21مي پيړی په جريان کي د ملي دولتو رول

۱۳۸۸ بهمن ۵, دوشنبه

په داوس کي بين امللي اقتصادي کنفرانس او د برازيل په پورتو الګرې کي بياد يوې عادلانه اجتماعي نړۍ سرمشريزه جريان لري

https://p.dw.com/p/Lg3o
انځور: AP

په داوس کي د 40کالو راهيسي داقتصاد دساحي لويان اوځواکونه په اصطلاح نړيواله اقتصادي جرګه جوړوي . پدې شرط چي دغي جرګې ته ميلمه شوي وي .

خو ددې پر خلاف دبرازيل په پورتو الګرې کي دهر ي هغي ټولني اوسازمان تودهرکلي کيږي چي هلته ديوې عادلانه او ټولنيزو چارو په پام کي نيونکي نړۍ په هکله بحثونوکي برخه اخلي .

داجرګه له 10 کالو راهيسي جوړيږي . که څه هم د بين امللي ټولنيزي اقتصادي جرګې، او دنړيوالي اقتصادي جرګې هدفونه توپير سره لري، خو موضوع ګاني يې عموماً يوشانته وي . بين امللي ټولنيزي اقتصادي جرګې چي په لمړي سرکي دنړيوال کيدلو پر ضد منځته راغلي وه، اوس دامنلې ده چي نړيوال کيدل بيرته شاته نسي ګرځول کيدای . يوازي داسي چلول کيدای شي چي لږ څه دزغملو وړ وي . اود داوس د بين امللي اقتصادي کنفرانس بنسټ ايښودونکي کلوس شواب هم پردې اقرارکوي چي نړيوال کيدل يوازي داقتصاد په مسله کي نده . دی وايي : مونږ اوس له بشپړي نړيوالي شوي دنيا سره مخامخ يو، ددې معنی له هرڅه دمخه داده چي ربړي او مشکلات هم جهاني دي . نوددي لپاره بايده دي زده کړو چي څنګه په يوې نړيوالي شوي ټولنه کي ګډکار سره کولای شو .کله چي زه شاته ګورم په ياديږي مي چي هغه مهال زيادتره دملي مؤسسو، اوتصديو په اړه خبري کيدلې . خو داوس داسي يو ځای دی چي هلته مونږ نړۍ ته په مجموعي ډول ګورو .

د داوس دسږکال اقتصادي کنفرانس شعار دنړۍ دوضعي ښه کول ، نوي فکرونه، نوي طرحي ، اونوي ودانول دي . دهمدي کبله دداوس تر کنفرانس دمخه ديو لړ شيانو فرمايش ورکول شو، چي دقتصادي بحران په اړه ،وروسته له بحران څخه ارزښتونه معلوم شي .

له 130000 زرو کسو څخه د G20 هيوادونو په 10 غړو هيوادونوکي نظر پوښتني وشوې،چي نتيجه يې ويښونکې، اوټکان ورکونکې وه .

دپوښتل شويو کسانو له درو برخو څخه دوه برخي وايي چي فعلي بحران يوازي يو اقتصادي بحران نه ، بلکه دارزښتونو اواخلاق بحران هم دی . ددې پوښتني په برخه کي چي اقتصاد داخلاقي ارزښتونو په اساس عمل کوي ،پوښتل شوو کسانو باور نه درلوده .اوداموضوع ښکاره شويده چي مونږ داقتصاد لپاره دمعيارپه حيث نوو ارزښتونوته اړتيا لرو .

کورمک کولينان دنړۍ له 20 څخه ډيرو هيوادونوکي دچاپيريال دژغورني دوکيل دعوای په توګه کار کړيدی . دی دجنوبي آفريقا دی، او پخوا دنژادي توپير سره دمبارزې له فعالينو څخه ؤ . په جنوبي افريقاکي يې دچاپيريال ساتني او اقليم دقانون په جوړولوکي ګډکار کړيدی .

دی وايي : (اصلي مشکل پدې کي دی چي مونږ پردې خوب اوخيال باندي ټينګار کووچي مونږ ددې سيارې يوه برخه نه، بلکه دهغه حاکمان يو، اوزيادتره تل بهتره وي . خومونږ بايد ددې مفکورې څخه تيرشو .که داسي وي چي زمونږ په نظر هرڅه تل بهتره وي، نو هيڅکله نه مړيږو ، او دځمکي په شان 50 سيارې هم زمونږ نه بس کيږي . )

جيپيسن/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري