1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دهرات هوايي ميدان پر بين امللي معياروباندي جوړيږي

۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبه

دهرات دهوايي ميدان کاربه دهيواد د نورو22ولاياتودهوايي ډګرونوسره يو ځای شروع او د نوروتر څنګ به دغور، اوبادغيس هوايي ميدانونه هم جوړ سي

https://p.dw.com/p/OqL6
انځور: DW

دولت دهرات ترڅنګ دهيواد د22 ولاياتود هوايي ميدانو جوړيدو ته 150مليونه امريکايي ډالرپه نظر کښي نيولي دي .

دافغانستان دترانسپورت اوهوايي چلند سرپرست وزير دهرات د هوايي ميدان دبيارغوني دپروژې څخه په کتو سره دهرات والي ته په ډاډ سره وويل چه دهرات هوايي ميدان به پر بين امللي معيارو ودان، اودلويوالوتکودکښينستواوپورته کيدوامکانات به ولري.

ده دغوردمرکزچخچران،اوبادغيس دهوايي ميدانو دبيارغوني دکاردپيليدوپه باب هم وويل چه دهيوادد22 ولاياتودهوايي ميدانوسره سم به يې په عصري ډول د جوړيدو کار شروع سي .

دافغانستان غربي ولاياتوته دمځکي دلاري دناامنۍ په وجه مسافراکثراً زړه نه ښه کوي ، او کوښښ کوي چي دهوا د لاري سفرونه وکي . خوداچه هوايي ډګراودمسافروتم ځايونه يې خراب وه ،مسافرينوبه شکايتونه کول ، ځکه يې نودبيارغوني کار دداډول مسافرينودپاره په زړه پوري خبريادولی سو.

خوپه بادغيس کي دمدني ټولني يوه فعاله ازيتا بيا سربيره پر دې چه دبيارغوني دغه پروګرام ته خوشاله وه، خود تيرو تجربو پر اساس يېدا فقط حکومتي خالي شعاروباله . دا وايي چه د3 کلوراهيسي دبادغيس د هوايي ميدان دجوړيدودپاره پيسې منظور سويدی،خو دولت لادا پيسي ندي ورکړي . حکومت هيڅ ګام دبادغيس دهوايي ډګردپراختيادپاره ندی پورته کړی، او کوم لږکارچه هم په هوايي ډګرکي سوی دی ، هغه ولايتي بيارغوني ټيم دخپلوطيارو دتلوراتلواو دځان دسهولت دپاره کړی دی.

که څه هم دهيواد دنورولاياتوترڅنګ دهرات دهوايي ميدان په جوړيدو باندي مامورين خوشاله دي ،خوداچه کله به يې پروژه تکميله سي،خبريالانوته يې په دغه خبري غونډه کي معلومات ورنه کول سو.

شرفيار

کتونکی : محمد قاسم نوري