1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دهندوستان په اُتراپردیش کې دریل گاډي خونړئ ټکر

۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبه

د هندوستان په شمال غرب کې یو ریل له لیکلې منحرف شوی او سخته مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده. د ژغورنې عمله د ژوندي پاتې شوو کسانو په لټه کې دي. په هندوستان کې هرکال تقریبأ ۱۵ زره کسان د ریل د خراب سیستم په سبب وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/2iWE9
Indien Zugentgleisung in Muzaffarnagar
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د شنبې په ورځ د هندوستان په شمال کې د ریل د اوښتو له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور بیا ټپیان شوي دي. د هندوستان د ریل د خطونو د ادارې ویاند انیل ساکسنا وايي چې لږ تر لږه د ریل پنځه واګونونه له لیکې اوښتې دي.

تر پیښې وروسته د هندوستان حکومت د ژغورنې عملیات پیل کړي. په دې عملیاتو کې کشفي سپیان او د اوسپنو د پرې کولو په وسایلو سمبال د ژغورنې کارکوونکي برخه لري ترڅو ژوندي او بند پاتې شوي کسان وژغوري.

د بیړنیو مرستو یو کارکوونکي، ناریش کمار د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «لسګونه کسان په خوندي ډول ژغورل شوي او زیاتوي چې ځینې مړي هم موندل شوي دي.»

دغه پیښه د هندوستان په شمال د اُتراپردیش په ایالت کې پیښه شوي او په تیره اونۍ کي ددې سره په همدې ایالت کې د مرګ ژوبلې دا دوهمه ستره پیښه ده. تیره اونۍ د همدې ایالت په یوه روغتون کې د اکسیجن د ختمیدو له امله لسګونه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په هندوستان کې زیاتره خلک د اوږدو مزلونو له پاره د ریل سفر ته مخه کوي خو په دې هیواد کې د لږو مالي امکاناتو له کبله د ریلونو سیسټم ډیر خراب دی. یوازې تیر کال د اتراپردیش په ایالت کې د ریل د ورته پیښو له امله ۱۴۶ کسانو خپل ژوند ورکړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲م کال کې د هندوستان د حکومت له لوري په خپاره شوي یوه رپوټ کې راغلي وو چې هرکال په هندوستان کې د ریلونو په سبب رامنځته شوو پیښو کې ۱۵ زره کسان وژل کیږي.

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم(19.03.2014)