1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دواړه وزيران دي خپلو دندو ته دوام ورکړي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو او دفاع چارو له وزيرانو څخه غوښتي دي، چي د نويو وزيرانو تر معرفي کولو پوري دي خپلو دندو ته دوام ورکړي. دغه دواړه وزيران تيره ورځ د ولسي جرگې له خوا سلب اعتماد سول.

https://p.dw.com/p/15kFC
انځور: AP

ښاغلي کرزي د يکشنبې په ورځ( ۲۰۱۲ کال د اگست ۵) د خپل هيواد د ملي امنيت شورا په غونډه کي وويل، چي د اولسي جرگې پريکړي ته احترام لري.

ولسمشر کرزي دغه راز د کابينې د دغه دواړو وزيرانو له کارونو څخه مننه وکړه.

د افغانستان د جمهوري رياست ماڼۍ د يوې اعلاميې له خپرولو سره ويلي دي، چي ولسمشر کرزي د ملي امنيت شورا په غونډه کي له دغو دواړو وزيرانو څخه غوښتنه وکړه، چي له خپلو هغو تجريبو څخه چي په تيرو لسو کلونو کښي ئې د افغانستان په حکومتوالي کي شريکي کړې وې د حکومت په نورو برخو کښي استفاده ځني وکړي.

په دې اعلاميه کښي د کورنيو او دفاع وزارتونو له پاره د نوو وزيرانو نومونه نه دي اخيستل سوي. داسي انديښنې دي، چي کيدای سي د ولسمشر کرزي له خوا د نوو وزارنو نومول څو مياشتي وخت ونيسي.

یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي په افغانستان کي د انتخاباتو په رانزدې کېدو سره اوس داسي تلاښونه روان دي، چي رقبان له مخي ليري سي.

دوی وايي، هغه ډلي چي د حکومت په چوکاټ کښي فعاله دي، اوس په دې تلاښ کي دي چي د انتخاباتو تر مخه خپل رقبان له لوړو چوکيو څخه ليري کړي.

د دوی په خبره مخکي تر دې، چي به ولسي جرگې وزيران د استيضاح له پاره ور وغوښتل، د پارلماني چارو وزارت به تلاښ کاوه چي له وزيرانو څخه د اعتماد رايو د اخيستلو مخنیوی وکړي. خو دا ځل داسي نه وه.

بله خوا په ولسي جرکي کښي دولت پلوه استازو د استيضاح په ورځ د هغوی پرضد خبري وکړې او منفي فضا ئې ورته جوړه کړه.

تر اوسه پوري ولسمشر کرزي، د دغو وزارتونو له پاره نوي وزيران نه دي نومولي. خو داسي ويل کيږي، چي مختلفو ډلو پر دغو چوکيو باندي د خپلو خلکو د ټاکلو له پاره تلاښونه پيل کړي دي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل