1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دواړو کانديدانو بيا سياسي خبري اتري پيل کړې

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۲, چهارشنبه

ولسمشرۍ ته د دواړو کاندیدانو ترمنځ په سیاسي خبرو اترو کې د جنجال تر رامنځ ته کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته سفر کړی دی، چي دغه معضله ختمه کړي. کانديدانو په ارگ کې له افغان ولسمشر سره هم لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1D5tV
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د ډاکټر عبدالله ټاکنيزي ډلي چې د دوشنبې په ورځ یې له سیاسي خبرو اترو څخه د وتلو گواښ کړی وو، یووار بیا په خبرو اترو کي گډون کړی دی او د اجرائیوي رئیس د صلاحیتونو پر سر چنه وهل پېل شوي دي. د ډاکټر عبدالله ډلي د معلوماتو پر اساس هغه غونډه چې د ولسمشر په حضور کې تر سره شوې ده، کومه پایله یې نه درلوده.

په عین حال کې دواړو انتخاباتي ټیمونو د اجرائیوي پوست له پاره طرحي وړاندي کړي دي. د اشرف غني احمدزي ټیم یوه نوې طرحه وړاندي کړې ده چې د هغې پر اساس په کابینه کې د اجرائیوي رئیس له پاره صلاحیتونه په پام کې نیول شوي دي. د اشرف غني د ټیم په باور دغه طرحه د افغانستان له اساسي قانون سره مطابقت لري.

د تحول او تداوم ټیم یوه تن ویاند طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۳مه) له دویچه ویله، سره په خبرو کې وویل چې د دواړو کانديوانو پلویان هڅه کوي چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو له پاره توافق ته ورسيږي: «په دغه طرحه کې له مقابل لور څخه غوښتل شوي دي چې خپلي غوښتني د اساسي قانون په چوکاټ کې عیاري او تعدیل کړي او له غیر قانوني غوښتنو څخه لاس واخلي.»

د ډاکټر اشرف غني ټاکنیز ټیم په وینا هغه طرحه چې د ډاکټر عبدالله د ټیم له خوا وړاندي شوې ده، له مخې یې اجرائیوي رئیس باید د کابینې ريئس او دواړه مرستیالان یې د اجرائیوي رئیس مرستیالان اوسي. په دغه طرحه کې دا وړاندیز هم شوی دی چې د امنیت شورا هم د دوو ټیمونو تر منځ تقسیم شي.

خو د تحول او تداوم ټیم دغه طرحه منلې نه ده. د نوموړي ټیم په وینا دغسې غوښتني غیر قانوني دي.

په عین حال کې د ډاکټر عبدالله، انتخاباتي ټیم وایي چې د اشرف غني د ټیم له خوا وړاندي شوې طرحه، له مخکنیو خبرو سره چنداني توپير نه لري.

د عبدالله عبدالله، د ټاکنیز ټیم یوه تن ویاند فضل الرحمن اوریا، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د تحوال او تداوم ټیم له خوا وړاندي شوې طرحه تر مطالعې لاندي ده: «په طرحه کې، نوي څه نه شته. یوازي جملو او کلمو تغیر کړی دی خو بیا هم دغه طرحه د سیاسي کمېټې له خوا مطالعه کيږي.»

که څه هم د ډاکټر عبدالله، پلویانو په وروستیو وختونو کې د سترو لاریونونو گواښ کړی دی خو ښاغلي اوریا پر دې خبره ټینگار وکړ چې د دوی ټیم «د ملي یووالي حکومت د جوړښت له پاره خبرو اترو ته ژمن دی.»

ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو د پلویانو تر منځ پر خبرو اترو سربیره، د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دوگ فرانتس، کابل ته رسیدلی دی او له دواړو کاندیدانو سره یې لیدلي دي. د دغه لوړ پوړي امریکایي چارواکي هڅه دا ده چې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په واسطه تر لاسه شوي توافقات عملي کړل شي.

«افغانستان بايد شا ته ولاړ نه شي»

له بله پلوه د چهارشنبې په ورځ احمد ضيا مسعود په یوه غونډه کې ډاکټر عبدالله او پلویانو ته په مخاطب کي وویل چې نور نو زیات خلک و نه بیروي. احمد ضیا مسعود د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ. اشرف غني احمدزي بيا له مسعود سره د اجرائیوي پوست ژمنه وکړه، خو اوس داسي ښکاري چې د ملي یووالي حکومت په جوړیدو سره ښایي دغه پوست ډاکټر عبدالله او پلویانو ته یې ورسیږي.

مسعود، په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان خلک خپل پخواني وخت او بې ثباتۍ ته ورستنیدل نه غواړي: «هیڅوک او هیڅ ډله دا مشروعیت نه لري چې سیاسي بهیر شاته وروگرځوي. هر څوک چې غواړي د نارنجي او زرغون خوځښتنو په گواښ سره ثبات مختل کاندي، ناامني رامنځ ته کي او د تیرو ۱۳ کلونو لاس ته راوړني له منځه یوسي د افغانستان خلک به هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.»

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې ښایي د رایو د ارزولو او بیا شمیرلو بهیر د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي. د دغه کمېسیون ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۹۳ سلنه صندوقونه ارزول شوي دي. د کمېسیون په وینا ۸۵ سلنه چک لېستونه هم سیستم ته داخل کړل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب