1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دودا د پولند د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دي

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبه

په پولند کې ښې اړخي محافظه پال اپوزیسیون د ولسمشرۍ ټاکنې وگټلې. د هغوی کاندید اندرې دودا د پولند د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې هم بریالی شو. هغه ژمنه وکړه چې: «د ولسشمرۍ د ماڼۍ دروازه د ټولو پر مخ پرانیستې ده.»

https://p.dw.com/p/1FW08
انځور: Reuters

د پولند د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د لومړېو شمیرونو له اعلان سره سم واکمن ولسمشر بورونیسلاف کوموروفسکي، چې د دغه هیواد د لیبرال محافظ پال گوند کاندید وو، پر خپلې ماتې اعتراف وکړ.

د دغو شمیرنو له مخې ملیت پال- محافظه پال ښې اړخي او عدالت نومي گوند کاندید اندری دودا، د رایو ۵۳ سلنه تر لاسه کړې ده. په داسې حال کې چې رسمي پایلې به د نن ورځې تر ماښام اعلان شي، خو د دودا پلویانو د خپل بریالیتوب غږ همدا اوس پورته کړی دی.

دودا د خپلو پلویانو پر وړاندې د خپل بریالیتوب اعلان په خپله وکړ: «زه غواړم چې همدا اوس ووایم چې زما د ولسمشرۍ څخه پنځه کاله وروسته به ډیر پولندیان ووایي چی رښتیا اندرې دودا د ټولو پولندیانو ولسمشر دی، هغه یو ولسمشر چې د خلکو خبرو ته غوږ نیسي. هغه یو ولسمشر چې غیږ یې د ټولو پر مخ پرانیستي ده.»

دا چې دودا به رښتیا خپله دا ژمنه پوره کړي او د پولند ولس به سره یو موټی کړي، دا به وروسته خلک پرې قضاوت وکړي.

په وارسا کې د حکومت پر وړاندې خبرداری

د واکمن ولسمشر کوموروفسکي ۴۷ سلنه رایې راخپلې کړي دي. د پولند د بهرنیو چارو وزیر گریژیگورژ شیتینا، د دودا له بریالیتوب څخه د پولند د اوسني حکومت له پاره د خبرداري خبره وکړه. دودا د ټاکنو په لومړي پړاو کې د واکمن ولسمشر کوموروفسکي په وړاندې هم بریالی شوی وو، خو د ولسمشرۍ د مقام له پاره یې اړینې رایې تر لاسه کړې نه وې. د ټاکنو د لومړي پړاو په څير دودا د پولند په سویل او ختیځ کې تر زیاتې کچې له کلیو او بانډو څخه چیرته چې محافظه پال سنتي خلک اوسیږي، ډيرې زیاتې رایې راخپلې کړې دي. د هغه سیال کوموروفسکي د پولند په لویدیځ او شمال کې په سترو ښارونو کې له قوت څخه برخمن وو.

کوموروفسکي د ټاکنو پایلې ومنلې او هغو ته ېې درناوي ښکاره کړ. هغه د خپل گوند پلویانو ته وویل : «رښتیا هم نن زموږ له پاره يوه ډيره سخته ورځ ده، د آزموینې ورځ. اوس دا موږ پورې اړه لري چې دغه ماته په راتلونکې کې بیرته په بریالیتوب بدلولای شو که نه. خو زه پر دې باور لرم چې دا کار کولای شو.»

کوموروفسکي خپل سیال دودا ته مبارکی ورکړه: «زه خپل سیال ته په ولسمشرۍ کې بریالیتوب غواړم.» دودا وویل چې په گډه کولای شي چې خپل هیواد ودان کړي. نوموړی چې حقوق پوه دی د پولند کاتولیکي کلیسا سره نزدې اړیکه لري. خو د اقتصاد او مالي بازارونو نړۍ نوي ولسمشر ته د شک په سترگه گوري او گمان نه کوي چې هغه دې د پولند د اوسني لیبرال حکومت په پرتله د متشبثینو سره ملگرتیا ښکاره کړي.

د پولند راتلونکې لومړۍ میرمنه د آلمانې ژبې ښوونکې ده

دودا د تیر کال راهیسې د اروپا د پارلمان غړی دی. په وارسا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره هغه نا بلده نه دی. هغه د پولند د یوه پخواني ولسمشر، لیخ کاژینسکي چې په ۲۰۱۰ کال کې د هغه د سپرلۍ د الوتکۍ د رانسکوریدو په پيښه کې ووژل شو، د واکمنې په موده کې په کابینه کې معین وو.

په ټاکنو کې د هغه میرمن اگاتا چې د آلماني ژبې ښوونکې ده، مهم نقش درلود. کله چې به په انتخاباتي مبارزو کې هغه د خپل میړه تر څنگ راښکاره کیدله، نو د پولند محافظه پالو او سنتي خلکو له تود هرکلی سره به مخامخ کیدله. دا چې هغه د آلمانۍ ژبې ښوونکي ده، نو کیدای شی چې د آلمان او پولند د اړیکو په لا ټینگولو کې نقش ولري.