1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوست به دي و ژړوي، دښمن به دي و خندوي

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

په واشنګټن کي د افغانستان سفير د دوشنبې په ورځ ويلي چي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفير په ښکاره توګه د توندو څرگندونو سره سره د ولسمشر حامد کرزي او اوباما د ادارې اړيکي پر ټينګو ژمنو ولاړي دي.

https://p.dw.com/p/11gEJ
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو بيرغونه
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو بيرغونهانځور: DW

تيره اونۍ د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو استازي ايکنبيري په خپلو څرګندونو کي ويلي ول چي د افغانستان د سياسي مشرانو له خوا ځيني تبصرې « زيان رسونکي او نا مناسبي» دي، چي په واضحه توګه يي حامد کرزي ته اشاره وه.

ايکليل حکيمي د رويترز سره په يوه مرکه کي ويلي «چي په عموي توګه داسي ډير څه سته چي مثبت دي» او دا هغه څه دي چي دوه اړخيزه اړيکي نوري هم ټينګوي. هغه زياته کړې:« خو داسي وړې پيښي هم پيښيږي، موږ يوه زړه معقوله لرو چي وايي، ښه ملګری هغه څوک دی چي تا وژړوي.»

خو په داسي وخت کي دا اخلاص، دوستانه وي او که کوم بل رنګ، پداسي حساسو شيبو کي رامنځ ته کيږي چي د ناټو په مشري بهرني ځواکونه دې ته چمتوالی نيسي چي په نږدې وخت کي د امنيت مسؤليت افغانانو ته وسپاري او له بل پلوه امريکا پدې هڅه کي ده چي د افغانستان سره د اوږدې مودې د پاته کيدو لپاره کومي معاملي ته ورسيږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP / Fotomontage: DW

د ايکنبري د خبرو څخه يوه ورځ وړاندي د ولسمشر وياند ويلي ول، چي د رسنيو له خوا د کرزي خبري په سمه توګه نه دي انځور سوي. په دغه خبرو کي کرزي د لومړي ځل لپاره د طالبانو سره د امريکا د متحده ايالاتو د اړيکو نيولو په اړه څرګندوني کړي وې.

تير کال افغانستان ته د 30000 اضافي امريکايي سرتيرو ليږلو، مرسته کړې وه چي د افغانستان په ځيني جنوبي سيمو کي طالب اورپکي پر شا وتمبوي، خو د افغانستان په لويديځ کي د پاکستان پولي ته څيرمه د زور زياتيو په پيښو کي ډيروالی راغلی او ترهګري د بې رحمي يوه نوې بڼه خپله کړې.

د اوباما اداره پدې هلو ځلو کي ده چي شکمن کانګريس ته د ثبوت په توګه دا وښايي چي په افغانستان کي په درانه قيمت تماميدونکي کوښښونه د ښه دولتدارۍ په رامنځته کولو او نشه يي توکو په مخ نيوي کي مرسته کوي.

حکيمي وايي د لويديځو هيوادونو په مرسته افغان ولسمشر کرزي قدرت ته ورسيد، کابل او واشنګټن په امنيتي او د بيا رغونو په چارو کي سره اوږه په اوږه کار کاوه.

خو کانګريس د ولسمشر کرزي پر هغو خبرو نيوکي کړي وې، چي د ناټو په بمباريو کي د ولسي وګرو تر مرګ ژوبلي وروسته کرزي ويلي ول چي بهرني ځواکونه په اشغالګر ځواک بدليږي.

په افغانستان کي د امريکا سفير کارل ايکنبيري
په افغانستان کي د امريکا سفير کارل ايکنبيريانځور: AP

حکيمي ويلي چي ځيني وختونه ولسمشر کرزي انتقادي برخورد کړی، خو دا کار يې د ښو لاس ته راوړونو لپاره تر سره کړی. « موږ د د جګړې په لومړۍ کرښه کي ځای لرو، زموږ اولادونه او مشران وژل کيږي، موږ ته دغه جګړه واقعاً په درنه بيه تماميږي.»

ګمان کيږي چي د ايکنبيري د ځای ناستي تر راتولو وروسته به د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو په اړيکو کي ښه والی راسي. په پام کي ده چي په نږدې وخت کي به رين کروکر د ايکنبيري ځای ونيسي.

د ايکنبيري او د کرزي اړيکي هله خړي پړي سوې، کله چي د ويکي ليکس انټرنيټ پاڼي له خوا پټ معلوماتو بربنډ سوي ول. تر دي وړاندي په ټولټاکنو کي د درغليو پر سر د افغان ولسمشر او د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ترمنځ لفظي شخړه را منځ ته سوي وې.

د کرزي تر هغه څرګندونو وروسته چي د امريکا متحده ايالات د طالبانو سره د سولي په خبرو اترو بوخت دي، د امريکي د دفاع وزير رابرت ګېټس د دغه تماسونو پخلی کړی او ويلي يي ول د طالبانو سره د امريکا د متحده ايالاتو او نورو هيوادونو دغه خبري اتري لا په لومړۍ مرحله کي دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل