1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دولس کډوال په سمندر کې غرق شوي

۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

د ترکیې سمندري ځواکونو د شنبه په ورځ وویل چې دولس کډوال چې څلور یي ماشومان دې او ګمان کیږې د افغانستان او سوریي څخه وي د ترکیي د سمندر په غاړه کې هغه مهال غرق شوی دي چې کوښښ یي کاوه ځان د یونان لیسبوس ټاپو ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1Gpnk
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د رویترز تلویزیون په پلاستیکو کې پوښلي جسدونو ښودلي دې چې د سمندري ځواکونو يې په یوې کښتۍ کې د ترکیي د ایواچک ښارګوټي ته وړي. د ترکیي دا ښارګوټی د یونان له لیسبوس ټاپو څخه صرف یو څو کیلومتره لرې دی.

د سمندري ځواکونو یو چارواکي وویل چې ۲۳ کسان ژغورل شوي دي. ډیری دا کسان د یوې ترکي کب نیونکې کښتۍ له خوا بچ شوي دي.

سیزر سیمسک چې یو کب نیونکې دې وایي: «سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د سوریایي کډوالو یوه بیړۍ غرقه شوی ده. موږ دې ځاې ته د مرستې له پاره لاړو. ما د شپږ تنو جسدونو له اوبو څخه بیرون کړل.» دا کب نیونکی همدا راز وایي چې هغه وکولای شول څلور نور کسان له اوبو څخه وژغوري.

په زرونو کډوال چې ډیری یي له سوریه، افغانستان او عراق څخه دي، هره ورځ دا کوښښ کوې چې د سمندر څخه د تیریدو وروسته ځان اروپا ته ورسوي.

یوازې یونان ته سږ کال شاو خوا ۴۰۰ زره کسان را رسیدلي دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وایي چې دا هیواد نه شې کولای د کډوالو د کړکیچ پر دې هیواد چې پخپله له اقتصادې ستونزو سره مخامخ دې، فشار راوستی دی.

اروپایي ټولنې هم په همدې اوونۍ کې ترکیي ته د نقدې مرستو، اسانه ویزو او اروپايي ټولنه کې د شامیلیدو په اړه د نويو خبرو وعده ورکړه تر څو دا هیواد د سوریې کډوال دې ته وهڅوي چې اروپا ته له راتګ څخه ډډه وکړي.

د آلمان صدر اعظمه انګلا میرکل د یکشنبې په ورځ ترکیې ته سفر کوي تر څو د دې تړون په اړه د ترکيي له ولسمشر سره وغږیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب