1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ د لوړې په مراسمو کې خپل پخواني شعارونه تکرار کړل

۱۳۹۵ بهمن ۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو له ترسره کولو سره په رسمي توګه د دې هیواد د ۴۵م ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړ. هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې تر دې وروسته به امریکایان له هیر نه شي.

https://p.dw.com/p/2W9gQ
USA Amtsübernahme Trump Eid
انځور: Getty Images/AFP/T. A. Clary

د جمعې په ورځ (د جنوري میاشتې ۲۰مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه مرستیال مایکل ریچارد پنس، د لوړې مراسمو له ترسره کولو سره په رسمي توګه خپل کار پیل کړ. د دغو مراسمو لیدو ته د امریکا متحده ایالاتو په پلازمنیه واشنګټن کې په زرهاو کسان راغلي وو.

په مراسمو کې د نورو ډیر شمیر سیاستوالو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشران جورج بوش او بل کلنتن هم حاضر وو. بارک اوباما چې د هیواد چارې یې دونالد ټرمپ ته وسپارلې، له خپلې میرمنې میشایل اوباما، سره یوځای دې مراسمو ته راغلل. پر دې سربیره د دیموکراتو له خوا په ولسمشریزو ټاکنو کې نومانده هیلري کلنتن دې مراسمو ته راغلي وو.

دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو تر ترسره کولو وروسته، د امریکا د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو شعارونه ورکړل او ویې ویل: «د نن مراسم ځکه ډیر خاص دي چې موږ نه یوازې له یوې ادارې بلې ادارې ته او یا هم له یوه ګونده بل ګوند ته واک سپارو، بلکې نن موږ له واشنګټن څخه خلکو ته واک لیږدو.»

هغه زیاته کړه چې ډیر وخت په امریکا متحده ایالاتو کې یو شمیر سیاستوالو داسې سیاستونه پلي کړي چې پر عامو وګړو باندې یې اغیزه کمه وه، خو په خبره یې تر دې وروسته به داسې نه شي: «دا هر څه به همدا اوس بدل شي، ځکه دا ستاسو وخت دی.»

لومړۍ مرستیال مایک پینس، د لوړې د مراسمو پر مهال
لومړۍ مرستیال مایک پینس، د لوړې د مراسمو پر مهالانځور: Reuters/C. Barria

ټرمپ وویل: «د ۲۰۱۷ کال د جنوري شلمه نیټه په تاریخ کې د داسې یوې ورځې په توګه په یاد پاتې شي چې یو ځل بیا خلک [په امریکا متحده ایالاتو کې] حکمرانان شول.»

دونالد ټرمپ د ولسمشریزو کمپاینونو پر مهال د ډیرو جنجالي سیاستونو د پلي کولو ژمنه کړې وه چې په کې له مکسیکو سره د امریکا متحده ایالاتو پر پوله د یوه دیوال درول او د همداراز امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ باندې بندیز لګول، شامل دي.

دونالد ټرمپ وویل چې تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو له هیواد څخه بهر په تریلیونو ډالر لګولي دي په داسې حال کې چې د هیواد دننه د خلکو حالات ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې وو، خو روښانه یې کړه چې دا هر څه به بدل شي: «له ننه وروسته، به یوازې امریکا لومړی وي.»

هغه ټینګار وکړ چې «افراطي اسلامي ترهګرۍ»به له منځه یوسي او د نړۍ له نورو هیوادونو سره به ښي اړیکې رامنځ ته کړي. دونالد ټرمپ د اسلامي دولت ډلې له پاره د «افراطي اسلامي ترهګري» اصطیلاح کاروي.

دونالد ټرمپ تر دې مخکې پر ناټو او اروپايي ټولنې باندې سختې نیوکې کړي دي. پر دې سربیره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه د ولسمشر ټرمپ پر څرکندونو باندې هم نیوکې شوې دي. ټرمپ د لوړې په وینا کې د دغو موضوعاتو په اړه خبرې و نه کړې.

د ټرمپ د لوړې د مراسمو پر مهال د واشنګټن او امریکا په نورو برخو کې د هغه پر ضد مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې د ټرمپ پر وړاندیز شویو سیاستونو باندې نیوکې وشوي. د واشنګټن په ځینو برخو کې پولیسو د یو شمیر مظاهره کوونکو پر ضد اوښکې بهوونکي ګاز هم وکاروه.

د لوړې تر مراسمو لږ مخکې پخواني ولسمشر بارک اوباما، په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي وو: «زه اوس هم له تاسو غواړم چې باور ولري، د بدلون راوستلو په موخه زما پر باور نه، بلکه پر د تاسو پر وړتیا، زه اوس هم پر بدلون باور لرم، ځکه زه پر تاسو باندې باور لرم.»

هغه له دې سره خپل ټاکنیز شعار ته چې «پر بدلون باور» وو اشاره کړې وه.