1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونلد ترمپ د امریکا د ولسمشرۍ له پاره کاندید شو

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۳۰, چهارشنبه

د امریکا جمهوري غوښتونکو دونلد ترمپ د ولسمشرۍ د کاندید په توگه ونوماوه. په عین وخت کې پولیسو د هغو لاریون کوونکو پر ضد گام واخیست چې د نژاد، چاپیریال او جنسیتي مساوات په هکله یې د دغه میلیاردر د وینا پر ضد احتجاج کاوه.

https://p.dw.com/p/1JSPC
انځور: Reuters/M. Kauzlarich

پر دې سربیره چې د جمهوري غوښتونکو د گوند ځینو استازو د دونلد ترمپ له کاندیدو سره مخالفت درلود، خو جمهوري غوښتونکو هغه د جمهوري ریاست د مقام له پاره رسما کاندید کړي، څو د دیموکراتانو له کاندیدې هیلري کلنتن، سره د نومبر میاشتې په ټاکنو کې مقابله وکړي. په دې سره د گوند په دننه کې د ترمپ د مخالفینو بغاوت پای ته ورسید، چې د دوشنبې په ورځ د ترمپ د نوماندۍ د ناکامیدو له پاره یې هڅه پېل کړې وه.

سناتور جېف سیشنز چې په سنا مجلس کې د جنوبي ایالت الا باما استازیتوب کوي وویل «هغه [ترمپ] یو سرتیری او گټونکی دی. هغه له خپل هیواد سره مینه لري او ژمن دی چې بیا گټونکی شي.» سیشنز ترمپ د هغه یوازیني مشر په توگه یاد کړ چې په وینا یې دغه هیواد بیرته خپل لارې ته برابرولی شي.

د رپوټونو له مخې وروسته له هغې چې ترمپ په گوندي داخلي انتخاباتي مبارزو کې خپل ځان او نورو ۱۶ گوندي سیالانو ته ضربه ورکړه، په ډیری نظر پوښتنو کې له هیلري کلنټن څخه شاته دی.

لاریونونه او د ادبي غلا تور

د دونلد ترمپ پر میرمنې میلانیا ترمپ باندې د ادبې غلا تور لا هم ادامه لری. هغې په گوندي کنگره کې د خپل خاوند په ملاتړ یوه بیانیه وړاندې کړه چې د هغې ځینې برخې کابو ټکي په ټکې د میشل اوباما له وینا سره مطابقت درلود. مېشل اوباما په ۲۰۰۸م کال کې دغه څرگندونې د دیموکراتانو په حزبي کنگره کې کړې وې.

په داسې حال کې چې پر میرمن ترمپ باندې د ادبي غلا تور لگول کیږي، د ترمپ د انتخاباتي کمپاین یوه چارواکي ویلي دي چې دغه تیروتنه د ترمپ د وینا لیکونکي اشتباه ده. د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې مشر راینس پریبس ویلي دي که چیرې دغه څه په اثبات ورسیږي نو د میرمن ترمپ وینا لیکونکي به گوښه کړی شي.

همداشان پولیسو د احتجا کوونکو د راغونډیدو د مخنیوي له پاره د سړکونو پر سر خنډونه رامنځ ته کړي دي. د پولیسو افسرانو چې پر بایسکلونو سپاره ول د یوې ښې اړخې مذهبې ډلې او کیڼ اړخ ته تمایل لرونکي بلې ډلې چې «امریکا هیڅ وخت سرلوړې نه وه» شعارونه ورکول تر منځ فاصله رامنځ ته کړه. د دغې ډلې شعارونه د ترمپ څرگندونو ته متوجه ول.

د دونلد ترمپ میرمن میلانیا ترمپ
د دونلد ترمپ میرمن میلانیا ترمپانځور: Getty Images/A. Wong