1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوهم

۱۳۸۹ مرداد ۱۶, شنبه

زه دا بيره لرم چي د امنيت وضعه به کړکېچنه سي ولي چي د کښتونو د ريبلو وخت پای ته رسېدونکی دی

https://p.dw.com/p/OeZY
انځور: AP

ډويچه ويله تلويزيون: د بهرنيو چارو قدرمن وزيره، ايا د افغانستان جگړه ستاسو لپاره د يوه بېرونکي سياسي خوب معنا لري؟

ويسټه ويله: دا يو داسي شی دی چي هيڅوک يې هيله نه کوي او په زياته چي بيا سياسي مسؤليت په غاړه ولري. دا يوه داسي پريکړه ده چي کلنو تر مخه د سوسيال ډيموکراټانو او زرغونو د حکومت په دوره کي سوې وه او موږ اوس خپل مسؤليت پر ځای کوؤ. د دې تر څنگ موږ د خپلو ولسي خلکو د ساتنې دنده هم په غاړه لرو چي هغوی د تره گرو او د هغوی د بريدونو څخه وژغورو. موږ دې ته هم ډېره لېوالتيا لرو چي په افغانستان کي قراري راسي او دا چي هلته امنيت او ټيکاو رامنځ ته سي.

ډويچه ويله تلويزيون: په روان مېلادي کال کي د افغانستان په هکله دوه نړيوال کانفرانسونه جوړ سول چي يو يې په لندن او بل يې هم په کابل کي ؤ. په کانفرانسونو کي دا تگلاره وټاکل سوه چي د افغان امنيتي چارواکو په روزلو کي دي چټکوالی راوستل سي، د طالبانو هڅونه چي جگړه پريږدي او په بيا رغونه کي برخه واخلي. د تگلارې د ټاکلو څخه شپږ مياشتي وروسته ايا اوس کومي لاس ته راوړني سته؟ او که د قضاوت لپاره لا ډېر وختي دی؟

ويسټه ويله: وضعه فرق کوي. زه دا بيره لرم چي د امنيت وضعه به کړکېچنه سي ولي چي د کښتونو د ريبلو وخت پای ته رسېدونکی دی. او د تجربې له مخه ويلای سو چي امنيتي وضعه به لا کړکېچنه سي. له بلي خوا د افغانستان په 134 شمالي ولسواليو کي صرف په اتو کي امنيتي وضعيت ډير خراب دی. د دې څخه څرگنديږي چي موږ نه يوازي دا چي سړکونه او د انجونو ښوونځۍ مو جوړي کړي دي بلکه موږ د سياسي ټيکاو لپاره هم کار کړي دی. او همدغه زموږ اصلي مسؤليت هم دی. بله مهمه خبره د داسي حالاتو برابرول هم دي چي په 2014 م ميلادي کال د امنيت مسؤليت و افغان حکومت ته وسپارل کيدلای سي. دا هغه څه دي چي کرزی غواړي عملي يې کړي او په نړۍ والو کانفرانسونو کي هم پر دې همږغي موجوده وه.

ډويچه ويله تلويزيون: خو بيا هم ډير خلک دا احساس کوي چي بيا رغونه په اصلي معنا پر مخ نده روانه. ايا ددې لپاره کوم دلائل سته چي د بيا رغونې پروسه ولي داسي بنده پاته ده؟

ويسټه ويله:زه پدې آند يم چي بايد څوک د بيلو اړخونو ورته وگوري. دا خبره سمه ده چي په بعضو برخو کي بيا رغونه په ښه توگه نده روانه خو بعضي داسي برخي هم سته چيري چي بيا رغونه په ښه توگه پرمخ روانه ده. او موږ بايد دې ته هم پام وکړو. موږ بايد دا هير نه کړو چي موږ هلته د افغانستان د اکثريت خلکو په غوښتنه ورغلي يو. خو موږ بايد ددې تر څنگ د روغي جوړي په هکله د تگلاري هغه بدلونونه هم عملي کړو چي په لندن او کابل کي مو ورباندي توافق کړی ؤ.

ډويچه ويله: ايا موږ په هغه څه کي بريالي ؤ د کوم په هکله چي د دفاع پخواني وزير ويلي وه چي بايد د افغانانو زړونو او فکرونه وگټو؟ ايا افغانان و دې لاري ته چمتو دي؟

ويسټه ويله: تر کومه ځايه چي موږ خبر يو د افغانستان اکثريت اوسېدونکي مشکوره دي د هغه څه لپاره چي موږ ورته کړي دي. په المان او په نورو اروپايي هيوادونو کي پر ناکاميانو او هغو شيانو بحث کيږي چي په افغانستان کي سم ندي روان خو مثبت شيان او لاس ته راوړني د پامه غورځول کيږي. د بيلگي په توگه په کابل کي د سولي جرگه جوړه سوه چي پکښي 1600 استازو گډون درلودی او 20 فيصده يې ښځي وې. زما په فکر دا هغه شی دی چي هغسي ونه ستايل سوه لکه چي اړتيا يې سته.