1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه تاريخي بدلونونه او د دوو تراژيديو پيل

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د ثور اتمه په افغانستان کې د هغه وخت د شوروي پلوي رژیم چې ۱۴ کاله مخکې د ثور پر اوومه د یوې کودتا له لاري قدرت ته ورسید، د دغه رژيم پرضد د مجاهدینو د بریالیتوب ورځ گڼل کیږي. عام خلک وایي چې له واړو ورځو ښه خاطره نه لري.

https://p.dw.com/p/1BpZc
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Henryhartley

د طالبانو رژیم تر نسکوریدو وروسته، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت ډیر غړي د پخوانيو مجاهدینو د ډلو غړي ول او یا هم دي. په لومړیو څو کلونو کې د«ثور اتمه» د افغان مجاهدینو د بریالیتوب په نامه په یوه عسکري پرېټ او یا هم سترو دولتي غونډو سره لمانځل کېده. خو اوس دغه ورځ (مجاهدینو د بریالیتوب ورځ) په عام محضر کې نه لمانځل کيږي، بلکي يوازي د ولسشمرۍ په ماڼۍ کي دننه په یوې غونډي سره يې يادونه کيږي.

د افغانستان عام وگړي هم د «ثور» له بدلونو څخه نه یوازي ښې خاطرې نه لري، بلکې هغه د خپل هیواد په تاریخ کې د جگړې او کورني اخو و ډبونو پیل گني.

د کابل ښار یو اوسیدونکی محمد آصف وایي چې د افغانستان خلکو د خپلو ځانونو او مالونو په قرباني کولو سره د شوروي اتحاد د تیري پر وړاندي ودریدل او بریالي شول، خو په وینا یې د ثور تر اتمې وروسته دغه بریا د یوې بلي بدبختۍ په پیلامه واوښته: «هغه څه چې د خلکو په اذهانو کې دي، د ثور تر اتمې وروسته رامنځ ته شوي پیښي دي. که له دې نظره ورته وکتل شي، نو د ثور اتمه به د افغانستان د خلکو د بدبختۍ د پیلامې ورځ وي.»

د ثور اوومه او اتمه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې دوې مهمي ورځي دي. د ۱۳۵۷لمريز کال د ثور مياشتي پر اوومه نېټه د خلق ديموکرات گوند د داوود خان د حکومت پر ضد خونړۍ کودتا وکړه او واک يې خپل کړ.

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په راتگ سره خلکو بغاوتونه پيل کړل او د پرديو عسکرو پرضد يو ولسي پاڅون پيل شو. افغانان د سره لښکر پر وړاندي خپل آزادي بخښوونکې مبارزه د یوې مېړاني په توگه یادوي. د منير په نوم یو افغان وایي: «خلکو له هغو ظلمونو او ستمونو څخه چې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له خوا رامنځ ته شوي ول خلاصی وموند او له نیکه مرغه د افغانستان خلکو خپله خپلواکي بیرته تر لاسه کړه او سرو لښکرو ته یې ماتې ورکړه.»

امیدونه چې په نا امیدیو واوښتل

د ۱۳۶۸لمریز کال د ثور پر اتمه د خلق د دیموکراتیک گوند چي وروسته د ډاکتر نجیب الله له خوا د وطن نوم پرې کښېښودل شو، حکومت نسکور شو. د مجاهدینو ډيري ډلې کابل ته ننوتلې. دغه ډلي چې د شوروي پرضد مقاومت کې تر زیاتې کچي یو هدف درلود، د قدرت پر سر د یو بل پر خلاف په خونړیو جگړو کې سره ښکیل شول. د افغانستان پلازمېنه کابل چې د شوروي اتحاد د اشغال په موده کې د افغانستان د نورو ښارونو او ولايتونو په پرتله له ورانیو څخه تر يوې اندازې خوندي پاته شوی وو، د مجاهدینو د خپلمنځي جگړو له امله په کنډواله بدل شو.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی چې صابر نومیږي وایي چې د افغانستان خلک په دې و نه توانیدل چي د ثور تر اتمې وروسته د بریا خوند تجربه کړي: «موږ د دغه ورځي خیر و نه لید. که تاسو وگورئ په هر کور کې یوه کونډه او یتیم شته. که تاسو خلک وپوښتۍ، ټول په دې نظر دي.»

خو عبدالله ذکي، چې د مجاهدینو پلوی دی، د ثور د اتمې په ویاړ په کابل کې د جوړي شوي غونډي په حاشیه کې وویل چې د ثور اتمه د بریا ورځ ده او زموږ نوی نسل باید له هغې څخه په ښه شان هر کلی وکړي.

په عین وخت کې د افغانستان عادي خلک وایي چې مشران او سیاستوال باید د ثور اوومه او اتمه خپل سرمشق وگرځوي او د افغانستان خلکو چې د دغو دوو ورځو کومي ترخې تجربې گاللي دي، یو وار بیا تکرار نه کړي.