1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه ميليونه سوريايان مهاجر سوي دي

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د سوريې روانه لانجه د دې سبب گرځېدلې ده چي لا زيات سوريايان د خپل هيواد پرېښودلو ته اړ سي. تر اوسه پوري نزدې دوه ميليونه کوچنيان، ښځي او نارينه له هیواده وتلي دي. اوس هم هره ورځ نزدې۵۰۰۰ کسان هجرت کوي.

https://p.dw.com/p/19aYK
Syrian refugees, fleeing the violence in their country, wait to cross the border into the autonomous Kurdish region of northern Iraq August 25, 2013. The sudden influx of more than 40,000 Syrian refugees over the past 10 days, has brought Iraq's prosperous and well-armed northern region closer to the conflict which has already killed more than 100,000 people and displaced millions. The leader of the autonomous region has promised to protect Kurds over the border from attacks. Picture taken August 25, 2013. REUTERS/Azad Lashkari (IRAQ - Tags: POLITICS CIVIL UNREST CONFLICT)
Syrische Flüchtlingeانځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د گډوالو چارو ادارې UNCHR د سوريې د مهاجرينو په هکله نوي شمېري خپرې کړي دي. د دغو شمېرو له مخي يوازي په تيرو دوولسو مياشتو کي ۱،۸ ميليونه انسانانو له سوريې څخه دباندي پناه وړې ده. دغه انسانان د ياغيانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جگړې له کبله تېښتي ته اړ سوي دي.

د ملگرو ملتونو کډوالو چارو ادارې کمشنر انتونيو گوتېرېس د سوريې د کډوالو د نوو خپرو سوو شمېرو په هکله خپله خواشيني څرگنده کړې ده. هغه ويلي:

«د سوريې کړکېچ د روان قرن په تر ټولو لوی ناورين اوښتی دی. دغه ناورين د وير او شړلو يوه داسي شرمناکه فاجعه گرځېدلې ده چي په نژدې تاريخ کي يې بولگه نسته.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر انتونيو گوتيريس
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر انتونيو گوتيريسانځور: Reuters

د راپورونو پر اساس که د ټولو سوريايي کډوالو شمېرې سره يو ځای سي، نو دغه شمېر شپږ ميليونو ته رسيږي. د ملگرو ملتونو د نوو شمېرو له مخي يوازي په سوريه کي دننه څه باندي ۴،۲۵ ميليون انسانانو خپل کورنه پرې ايښي دي. دغه وگړي د نفرت، جگړې او مرگ څخه په تېښته کي دي.

نړيوال بايد مرستي وکړي

د م.م. د کډوالو ادارې کمشنر گوتېرېس پر نړيوالو ږغ کړی دی چي د سوريې له گډوالو سره مرستي وکړي. هغه ويلي چي داسي هيڅ نخښي نښانې نه ليدل کيږي چي د سوريې څخه به د انسانانو د هجرت بهير ودريږي. نوموړی وايي چي «له سوريې څخه ويني رواني دي.»

گوتېرېس وايي چي د سوريې له کډوالو سره يوازنۍ هيله د گاونډي هيوادونو بشري مرستي دي. دغو گاونډيو هيوادونو د سوريې ۹۷ سلنه کډوالو ته ځای ورکړی دی. زياته سوې ده چي تر ټولو زيات سوريايي کډوال چي شمېر يې ۷۱۶۰۰۰ ته رسيږي، لبنان ته ورغلي دي. په دغو کي ښځي نارينه او کوچنيان شامل دي. د اردن هيواد ته ۵۱۵۰۰۰ سوريايانو پنا وروړې ده، ترکيې ته ۴۶۰۰۰۰، عراق ته ۱۶۸۰۰۰ او مصر ته ۱۱۰۰۰۰ سوريي کډوال ورغلي دي.

ملگري ملتونه وايي چي د سوريې له هغو گاونډيو هيوادونو سره بايد زياته مرسته وسي چي سوريايي کډوال ورغلي دي. نوموړي ادارې ويلي دي چي د چهارشبې په ورځ (د سپتمبر ۴مه) به د سوريې د گاونډي هيوادونو د وزيرانو يوه غونډه تر سره سي. په دغه غونډه کي به د نړيوالو مرستو پر موضوع خبري وسي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې ځانگړې استازې او د هالي ووډ ايکټري انجيلينا جولي هم پر نړيوالي ټولني ږغ کړی دی چي د سوريې له پناه غوښتونکو سره مرستي وکړي. هغې ويلي دي چي نړيوال بايد نور دغې فاجعې ته لاس تر زني نه کښېني.

د سوريې کورنۍ جگړه د ۲۰۱۱کال په مارچ مياشت کي پېل سوه. ياغيان غواړي چي د ولسمشر بشارالاسد رژيم نسکوره کړي. د م.م. د ادارې د شمېرو پر اساس په دغه جگړه کي تر اوسه پوري تر سلو زرو زيات انسانان وژل سوي دي.