1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضه سر ته رسوي

مسعود جهش (د فرانس خبرې آژانس)۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبه

د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې شاوخوا دوه میلیونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړل. دغه دوه میلیونه مسلمانان د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه د حج د فریضې د سرته رسولو په موخه راغلي وو.

https://p.dw.com/p/1DPgg
انځور: Reuters/Muhammad Hamed

نایجریایي توفیق ادینو، د حج د مراسمو په جریان کې په داسې حال کې چې په سترگو کې یې اوښکې وې، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زه اوس د یوه نوي زیږدلي ماشوم په څیر هیڅ گناه نه لرم.»

هغه د عرفات پر وړاندې خپل لاسونه پورته کړل او د خپل هیواد له پاره یې دعا وکړه. هغه وویل: «زه د هوسایي، اوږد ژوند او د خپل هیواد له پاره دعا کوم.»

د توفیق په هیواد نایجیریا کې د بوکو حرام اسلامپالې افراطي ډلې تر اوسه پورې په زرهاو کسان وژلي دي. د حج مراسم د راتلونکې سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. دا په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لویه مذهبي مراسم دي.

که څه هم د حج د مرسمو په جریان کې څوک د سیاسي شعارونو ورکولو اجازه نه لری، خو سوریایي محمد الحمود، چې د سوریې د اپوزیسیون بیرغ یې په لاس کې وو دغه موقع له لاسه ور نه کړه او د عرفاتو پر مهال یې بیرغ پورته کړ او پر حاجیانو باندې یې غږ وکړ چې د سوریې د وسله وال اپوزیسیون د بریا دعا وکړي. په سوریې کې له درو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف، وايي چې سږ کال د نړۍ له ۱۶۳ هیوادونو څخه شاوخوا ۱.۴ میلیونه مسلمانان د حج د فریضې د پوره کولو له پاره دې هیواد ته راغلي دي. سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی دی چې په دغو مراسمو کې په سلهاو زره سعودي عربان هم گډون کوي چې په دې ترتیب سره سږ کال د حج د مراسمو د گډوانو شمیر دوه میلیونو ته رسیدلی دی.

سعودي عربستان د حج د مراسمو د امنیت او تنظیم په موخه لازم اقدام ترسره کړي دي. علي الشیماري، د تنظیموونکو له ډلې څخه یو دی. هغه وایي چې هر څه په سمه توگه پر مخ روان دي. هغه وایي: «که څه هم د ژبې ستونزې شته خو بیا هم هر څه سم روان دي.»

سږ کال د حاجیانو شمیر د تیر کال په پرتله یو څه کم وو ځکه سعودي چارواکو پر غیر قانوني حاجیانو باندې بندیز وضع کړی وو. سیمه ییزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په دې ترتیب سره ۱۴۵۰۰۰ داسې کسانو ته د حج په مراسمو کې د گډون اجازه نه ده ورکړل شوې چې شرایط یې نه وو پورې کړي.

د حج سږني مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې د سعودي عربستان په گډون څلورو عربي هیوادونو د اسلامي حکومت اسلامپالې افراطي ترهگرې ډلې پر ضد عملیاتو کې له واشنگټن سره لاس یو کړی دی.

په عین حال کې سعودي عربستان هڅه کوي چې حاجیان له ایبولا او نورو وایرسونو څخه وساتي. چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پورې د حاجیانو په منځ کې د ایبولا کومه پیښه نه ده ثبت شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب