1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه ډيپلوماټان د افغانستان څخه وتلو ته اړ سول

۱۳۸۶ دی ۶, پنجشنبه

نن سهار دوه تنه لوړپوړي اروپايي ډيپلوماټان له دې امله چي نامطلوب کسان بلل سوي و د افغانستان څخه وتلو ته اړسول. د ملګرو ملتونو په يوه اعلاميه کي ويل سوي، يو برتانوی ډيپلومات چي د ملګروملتونو دپاره يي کارکوی اېستل سوی او په کابل کي د اروپايي ټولني ددفتر په يوه اعلاميه کي هم ويل سوي، يو ايرلنډی چي په افغانستان کي د اروپايي ټولني مامور و هم ددغه هيواد څخه وتلو ته اړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/DK7Y
د افغانستان حکومت پر دې ډيپلوماتانو باندي دا تور لګولی دی، چي دوی د خپلو اصلي دندو څخه تيری کړی
د افغانستان حکومت پر دې ډيپلوماتانو باندي دا تور لګولی دی، چي دوی د خپلو اصلي دندو څخه تيری کړیانځور: AP

د افغانستان حکومت پر دې ډيپلوماتانو باندي دا تور لګولی دی، چي دوی د خپلو اصلي دندو څخه تيری کړی، او په افغانستان کي يي نور داسي فعاليتونه کړي دي، چي امنيت ته يي خطرونه پېښ کړی نو له دې امله بايد دوی د افغانستان څخه وتلي وايی.

دغه دوه لوېديځ ډيپلوماتان د هلمند ولايت موسی کلا اولسوالۍ ته تللی وه چيري چي کنترول يي شاوخوا لس مياشتي د طالبانو په ولکه کي و چي په همدې روانه عيسوي مياشت کي يي بيرته کنترول د ناټو او افغان ځواکونو لاس ته ورغلی. دې ډيپلوماټانو په موسی کلا اولسوالۍ کي د هغو کسانو سره خبري کړی وې چي هغوي د افغان حکومت سره د همکارۍ په برخه کي ترددلري. داخبره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ټولني وياند عالم صديق کړې ده. خو نوموړي د افغان حکومت هغه خبره چي نوموړو ډيپلوماتانو د افغانستان امنيت ته خطر پېښ کړی نه تايد کړې. وياند ويلي دي، چي موږ د طالبانو سره خبري نه دي کړي.