1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو وسلوالو کسانو د ISI یو کارکوونکی وژلی دی

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

پر موټر سایکل دوو سپرو نامعلومه کسانو د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې د دې هیواد د استخباراتي سازمان یا ISI یو کارکونکی وژلی دی. د اسلامي دولت ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې.

https://p.dw.com/p/2Rbxd
Indien Pakistan Tote nach Angriff auf indisches Militärlager
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Anand

د پولیسو یوه چارواکي سهیل خالد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پاکستان د استخباراتي سازمان «سب انکسپکتر» اکبر علي، د چارسدې په سیمه کې کار ته د تلو پر مهال د ناپیژندل شوو کسانو له خوا ویشتل شوی دی.

خالد ویلي دي: «اکبر علي څلور ډزه ویشتل شوی وو او د پیښې په ځای کې یې ژوند له لاسه ورکړی.»

تر پیښې وروسته، تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. داعش په دې اړه په خپله انترنت پاڼه اعماق، کې معلومات شریک کړي دي.

په اعماق کې په خپور شوي خبر کې راغلي دي: «د اسلامي دولت جنګیالیو د پاکستان په سر دریاب سیمه کې د دې هیواد د استخباراتو یو غړی وژلی دی.»

د پاکستان پوځ تیره میاشت د لومړي ځل له پاره ومنله چې د اسلامي دولت ډله په دغه هیواد کې یو څه حضور لري خو ټینګار یې وکړ چې د داعش د غړو له نیول کیدو سره نور دغه ډله په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کولو توان نه لري.

د پوځ ویاند وویلي وو چې پاکستاني چارواکو په اسلام آباد کې پر سفارتونو باندې د داعش د بریدونو پلانونه شنډ کړي دي. د پاکستان پوځ دا خبره هم رد کړې ده چې ګواکي اسلامي دولت دې د اګست په میاشت کې د هغه برید تر شا وي چې په پایله کې یې ۷۳ کسان ووژل شول. داعش د دې برید پړه منلې وه.

د نوموړي خبري آژانس د ربوټ له مخې داعش په پاکستان کې د ځان په مطرح کولو نه ده توانیدلې ځکه په دې سیمه کې لا وختي ډیرې داسې افراطي ډلې شته چې د داعش د پرمختګ مخه نیسي. خو دغې ډلې هغه وخت  په پاکستان کې یو څه حضور وموند چې د ۲۰۱۵ کال کې په جنوري میاست کې د پاکستاني طالبانو شپږو قوماندانو د دغې ډلې له مشر سره خپل په اصطلاح بېعت اعلان کړ.