1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو ډلو د کویټې د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

پاکستاني وکیلانو د سه شنبې په ورځ په ټول هیواد کې د اعتراض په توګه په محکمو کې له ګډون څخه ډډه وکړه. هغوی د دوشنبې ورځې هغه برید له کبله اعتراض کړی دی چې د ډیر شمیر وکیلانو په ګډون یې ۷۰ کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/1JeX2
انځور: Reuters/Naseer Ahmed

د دوشنبې تر برید وروسته په کویټه کې فضا له ډاره ډکه وه. د سه شنبې په ورځ په دغه ښار کې واټونه له خلکو خالي وو، عامه ترانسپورت تړل شوی وو او د سهار له خوا ښوونځي او مارکیټونه هم د خلکو پر مخ تړلي ول.

د دوشنبې په ورځ هغه وخت د پاکستان په کویټه ښار کې چاودنه وشوه چې تر ۲۰۰ وکیلان او یو شمیر خبریالان د یوه روغتون مخکې ته، د همدې ورځې په پیل کې د یوه مشهوره وکیل د وژل کیدو له کبله د یوه روغتون مخې ته راټول شوي وو.

د برید پړه د جماعت الاحرار او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده. لا تر اوسه پورې پاکستاني چارواکو نه ده په ډاګه کړې چې برید په اصل کې کومې ډلې ترسره کړی دی. که اسلامي دولت ترهګرې ډلې دغه برید ترسره کړي وي، نو دا به یې په پاکستان کې تر تولو خونړی برید وي.

د پيښي انځورونه

د پاکستان د مدافع وکیلانو شورا ویلي دي چې د په محکمو کې د ونډه نه اخیستو په اعراض کې به د پاکستان په ټولو برخو کې وکیلان برخه واخلي. پر دې سربیره د اسلام آباد، کراچې او کویټې په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې د مظاهرو خبره هم شوې ده.

په برید کې ډیر شمیر وژل شوي کسان لا وختي خاورو ته سپارل شوي دي. چارواکي وایي چې د پاکستان د کویټې ښار د دوشنبې ورځې چاودنې ۱۱۲ کسان ټپیان کړي هم دي.

جماعت الاحرار ډلې چې په ۲۰۱۴ کال کې رامنځ ته شوې ده تر اوسه پورې پاکستان کې د روان کال د تر ټولو خونړي برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په دغه چاودنه کې د ایستر پر مهال په لاهور کې وشوه ۷۵ تنه ووژل شول.

امریکا متحده ایالاتو تیره میاشت جماعت الاحرار د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپیژندله او ویې ویل چې هغه د تحریک طالبان پاکستان د ډلې یوه بیله شوې برخه ده چې د افغانستا او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

کله چې جماعت الاحرار ډلې د کویټې د چاودنې پړه پر غاړه واخیسته، نو یوازې څو ساعته وروسته د اسلامي دولټ ډلې هم د دغه برید د ترسره کولو ادعا وکړه او ویې ویل چې په کې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

امریکا متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې ته وفادار ګروپونه هم د ترهګرو ډلو په توګه پیژني. داعش هڅه کوي چې په افغانستان او پاکستان کې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي خو لا تر اوسه پورې په دغو هیوادونو کې د ډیرې بریا په ترلاسه کولو نه ده توانیدلې.

اسلامي دولت په پاکستان کې ډیر بریدونه نه دي ترسره کړی. د دې ډلې تر ټولو لوی برید په ۲۰۱۵ کال کې په کراچۍ ښار کې پر یوه لوی موټر باندې برید وو چې په پایله کې یې ۴۴ کسان ووژل شول.

داعش بیا په افغانستان کې د پاکستان په پرتله ډیر پیاوړې ده. دغې ډلې تر اوسه پورې په دې هیواد کې د یو شمیر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې چې په کې په کابل کې د تیرې میاشتې چاودنې هم شاملې دی. دغو چاودنو چې د یوې مظاهرې پر مهال وشې، ۸۰ تنه ووژل او ډیر شمیر نور یې ټپیان کړل.