1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دويل: ايران پر افغانانو باندي د بنديز لگولو حق لري

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

په ایران کې د ملګرو ملتونو د ګډوالې د ادارې یا UNHCR مشر بیرنارد دویل، وایي چې ایران له قانوني لحاظه حق لري چې په خپلو یو شمیر ولایتونو کې د افغانانو د تګ راتګ او د هغوی د اوسیدو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/18Xag
Bernard Doyle, UNCHR-Vertreter im Iran; Copyright: UNCHR***via Taher Shirmohammadi
UNCHR Bernard Doyleانځور: UNCHR

ښاغلی دویل، ټینګار کوي چې که څه هم ایران د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال پریکړه لیک (کنوینسیون) لاسلیک کړی دی، خو د هغه په خبره دې هیواد د دغه پریکړه لیک دوهمه ماده له خپل لاسلیک شوي سند څخه پاکه کړې ده چې پکې په یوه هیواد کې د ګډوالو آزاد تګ راټک او اوسیدل تضمین شوي دي.

اوس مهال په ایران کې نزدې ۲،۴ میلیونه افغانان ژوند کوي. د دغو کسانو له ډلې څخه یوازې یو میلیون یې په ایران کې په قانوني ډول اوسیږي. ایران کله نا کله له خپل هیواد څخه د دغو گډوالو د راایستلو گواښ کوي.

افغانستان له ایران سره نزدې۱۰۰۰ کیلومتره گډه پوله لري. هر ورځ په سلهاوو تنه افغانان له دغې پولې څخه په غیر قانوني توگه ایران ته اوړي، چي په دغه هیواد کې کار وکړي.

په ایران کې د افغان ګډوالو قانوني او غیر قانوني استوګنه، د کابل او تهران تر منځ یو له حساسو مسایلو څخه ده. ویل کیږي چې ایران کله نا کله پر افغان حکومت باندي د فشار راوړلو په موخه ګواښ کوي چې افغان کډوال به په جبري ډول افغانستان ته واستوي.

پر دې سربیره پخپله په ایران کې هم له څو کلونو راهیسې د مازندران او سیستان ولایتونو په څیر یو شمیر سیمو کې د افغانانو پر استوګني باندې بندیز لګول شوی دی. ویل شوي دي چې ایراني چارواکي دغه کار د امنیتي او یو شمیر ټولنیزو لاملو له کبله کوي.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې مشر وایي چې سازمانې یې پر دې بهیر باندې چې کوم ښارونه دې د ګډوالو (په خاص ډول د افغانانو) له پاره ممنوع اعلان شي کومه اغیزه نه لري، خو هغه څه چې UNHCR ورباندې ډیر ټینګار کوي دا دي چې له ښارونو څخه د افغان ګډوالو د ایستلو بهیر په انسانۍ ترسره شي. ښاغلی دویل زیاتوي: «پر دې سربیره موږ هڅه کوو چې [د کډوالو له پاره] د ممنوع سیمو شمیر د حد تر امکان پورې کم وي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همداراز ټینګار کوي چې یو شمیر سیمې نه یوازې د افغان کډوالو له پاره ممنوع اعلانیږي، بلکې ټولو بهرنیو ته اجازه نه ورکول کیږي چې په دغو سیمو کې و اوسیږي او یا هم هلته سفر وکړي.

تر دې مخکې په ایران کې د افغانانو پر مخ د یو شمیر ښارونو د دروازو تړل په افغانستان کې غبرګونونه راپارولي وه. دا یوازي پر کډوالو باندې د سفر کولو په برخه کې د بندیزونو لګول نه دي چې د ایران او افغانستان تر منځ یې اړیکې حساسې کړې دي، بلکې په وروستیو کې د ایران او افغانستان پر پوله باندې له افغان ګډوالو سره د ایراني سرحدي ځواکونو چلند، په ایران کې د افغان کډوالو اعدامونه او په ځینو موارد کې هم افغان کارګرو ته د هغوی د کار فرمایانو له خوا د پېسو نه ورکول هم هغه موضوعګاني دي چې کله نا کله یې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د افغانانو غبرګونونه را پاروي.

په یوې وروستۍ پېښه کې ایراني سرحدي ځواکونو د جمعې په ورځ ناوخته پر څه د پاڅه ۳۰۰ تنو افغانانو باندې چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول ایران ته واړي ډزې وکړې او په نتيجه کې یې نزدې نهه کسان ووژل شول.

دغه پېښه د فراه ولایت او ایران په پوله کې د ایران په خاوره کې رامنځ ته شوې وه. په دې تړاو د توضیحاتو د ورکولو په موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفیر هم ورغوښتی وو.

اقتصادي بندیزونو تر هر چا ډیر ګډوال اغیزمن کړي دي

په ایران کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو د ادارې مشر وايي چې د ایران د اتومي پروګرام له کبله پر دغه هیواد باندې نړیوالو اقتصادي بندیزونو تر هرچا ډیر کډوال اغیزمن کړي دي. هغه ټینګار کوي چې اداره يې له افغان کډوالو سره په روغتیايي، زده کړو او نورو برخو کې اقتصادي مرستې کوي.