د غره ۸۰۰ متره ستونزمنه لار

د «اتوله ار» غرني کلي ماشومان چې د چین په لیانګشان سیمه کې پروت دی، ښوونځي ته د رسیدو ډیره سخته لار په مخ کې لري. هغوی اړ دي چې هره ورځ له دغه غره تیر شي، څو ټولګیو ته ورسیږي.

پام چې لاندي و نه ګورئ!

دغه ماشومان۹۰ دقیقې پر دغه زینه پورته کيږي. تر اوسه پوري څو ماشومان له دې زینې لویدلې دي چې ځيني یې مړه شوي هم دي. د سیچوان ولایت چارواکو په وروستیو وختونو کې پریکړه کړې ده چې فلزي زینه جوړه کړي.

له لرګیو جوړه شوې لار

د چین په ګوانګشي سیمه کې هم ماشومان اړ دي چې د نونګیونګ ښوونځي ته د رسیدو له پاره د غره پر سر له لرګیو څخه پر جوړي شوي لاري دوه ساعته سفر وکړي. دغه لار کټاره نه لري چې لا ډیره خطرناکه کیږي.

د لویدو ګواښ

د ګولر غرني کلي اوسیدونکي ماشومان باید ښوونځي ته د رسیدو له پاره څو ساعته پیاده لار ووهي. خو دا لار دومره اسانه نه ده او په ځینو سیمو کې یې بر له ۵۰ ساتني مترو هم کم دی. که ماشومان احتیاط و نه کړي نو د لاندې لویدو ګواښ یې موجود دی.

اوږده لار

هغه لار چې دغه ماشومان ترې ښوونځي ته د رسیدو له پاره تیریږي ښايي د چین د ګولو د کلي په څیر خطرناکه نه وي، دا هم ډیره سخته لار ده. د مراکش اوسیدونکي طاهره هره ورځ ۲۲ کلیومتره مزل وهي چې ښوونځی ته ورسیږي. طاهره هره ورځ ښوونځي ته د رسیدو له پاره ۴ ساعته مزل وهي.

له دې لاري تیریدل لوی زړه غواړي

د اندونیزیا د دغه کلي اوسیدونکي باید ښوونځي ته تر تلو مخکې د دې جرئت ولري. پر دې پله تیریدل اسانه کار نه دی.

د ښوونځي پر لار سرکس

په اندونیزیا کې دغه لړزانه پل ډېره موده یوازي په یوه رسۍ ځونړند وو. هغه ماشومان چې ښوونځي ته تلل باید پر دې پله تیر شوي وای.

په کښتۍ کې سفر

د فلیپین د ریزال کلي اوسیدونکي له باڼسونو څخه جوړو شویو کښتیو کې ښوونځي ته سفر کوي. هر ورځ په میلیونو ماشومان سختې لاري وهي چې یو څه زده کړي.

د اوبو مزل

دوه فلیپینې ماشومان پر یوه ټوپ باندي له ښوونځي څخه د کور پر لور روان دي خو هغوی باید د راتلونکې ورځي له پاره د خپل ښوونځي یونیفورم وچ وساتي.

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو