1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دويچه ويله ښو انټرنيټ پاڼو ته جايزه ورکوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د روان کال د فبرورۍ د مياشتي پر دیارلسمه نېټه د تر ټولو ښو انترنيټ پاڼو له پاره یوه نظر پوښتنه پیل سوې ده چي د انتخاب په صورت کي به ئې د دویچه ویله له خوا د بابس په نامه جایزه ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/143Cm

سږکال د www.thebob.com په نامه یوه نوې انترنيت پاڼه هم پرانیستل سوې ده چي زیاتره د کلتور او زده کړي په اړه په نهو ژبو پکښي مطالب وړاندي کیږي. همدارنګه سړی کولای سي چي پس له دې څخه یوازي د تویتر او فیس بوک له لاری خپل وړانديزونه ولیکي ، بلکي د اول وار له پاره دVKontakte په نامه یوې روسۍ شبکې، د سینا وایبو په نامه مشهوري شبکې او Open IDد لاري هم ، د هغو د لیکلو امکانات موجود دي.

په دې وسیله نو کولای سي هغه خلک په هغه کي خپلي لیکني وکړي چي د هغو په هیوادونو کی په نورو ژبو هم شبکې موجودي وي.

د Education and Culture په نامه ځانګړې جایزه به د دویچه ویله له خوا د روان کال د جون د میاشتي په نیمايي کي د بن په ښار کي ورکړل سي.

دغو جایزو ته دوه تنه په نظر کي نیول سوي دي. شاهي دول علم چي د بنګله دېش له هیواد څخه دئ، د خپلو ښو عکاسیو له کبله په نړیواله سطحه څو واري جایزې ورکړل سوي دي.

او يوهم له جنوبي افریقا څخه ستیف ووسلو د Mobiles for Literacy په نامه پروژې بڼسټ اېښوونکی دئ. په دغه پروژه کي ښوول کیږي چي څنګه لیکني او مطالب د موبایل تیلیفون له لاری استول کیږي، همدارنګه دغه پروژه په افریقا کي د نوو ځوانانو سره د لیکلو او لوستلو په برخه کی مرسته کوي.

ددغی جایزې د ورکولو په هیئت کي به مشهور روسی ژورنالیست او د رسنیو کارپوه الکساندر پلوشیف او د Chinese Blogger Conference بنسټ اېښودونکی چینايي ایساک ماوو هم برخه واخلي. په دغه ژوري کي به سږکال د آلمان له خوا پاتریڅیا کاماراته ګډون وکړي چي اوه کاله مخکي ئې خپله پاڼه پرانیسته او د هغه راهیسي ئې ډېر شهرت پيدا کړی دئ.

ددغي سیالۍ په اړه پیشنهادونه د مارچ د میاشتی تر دیارلسمي نېټې پوري منل کیږي. پس له هغه نو د فینالیستانو نومونه د هیئت له خوا ټاکل کیږي. دغه سیالي به د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کي په بن کي د دویچه ویله له خوا د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیږي.

دويچه ويله/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل