1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دويچه ويله ۶۰کلنه سوه، د هغې د رئيس سره مرکه

۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د ۱۹۵۳کال د می مياشتي پر ۳ نېټه دويچه ويله په کار پيل وکړ. اوس ۶۰ کاله وروسته د آلمان دغه رسنۍ چي د دباندي له پاره نشرات لري په مطبوعاتو کي کوم ځای لري؟ دې پوښتنو ته د دويچه ويله عمومي رئيس اريک بترمن جوابونه وايي.

https://p.dw.com/p/18Qnp
Intendant der Deutschen Welle
Erik Bettermannانځور: DW

دویچه ویله: په دې رسنې کې ستاسو د دوولسو کالو کاري موده څرنگه تیره شوه. او له ۲۰۰۰ کال راهیسې رامنځ ته شوي بدلونونه کوم دي؟

اریک بیترمن: بېله شکه، له سیاسي لحاظه د ۲۰۰۱ کال د سپتمر یوولسمي نیټې ډیر سرت پیامدونه لرل. د خپل کال له پیل څخه یوازې څو ورځې وروسته راته دا خبره ثابته شوه چې دا د یوه هیواد له پاره څومره مهمه خبره ده چې سړی د خپل غږ له لارې درک شي. پر دې سربیره په دې دوره کې تخنیکي پرمختگ هم مهم وو. دغو پرمختگونو په نړۍ کې د انسانانو تر منځ د اړیکو د ټینگولو څرنگوالي ته انقلاب ورکړ. له دې کبله د رسنیو د تولید، وړاندي کولو او له هغه څخه د کار اخیستلو بڼي د پام وړ بدلون وموند.

دویچه ویله: تر دوهمې نړیوالې جگړې اته کاله وروسته، دویچه ویله دنده لرله چې «آرامش تر لاسه کړي» او یو وار بیا له آلمان سره د نړیوالې ټولنې په لور ولاړه شي. دغه اوس چې د دویچه ویله د کار له پیل څخه ۶۰ کاله تیریږي، څرنگه روانه ده؟

اریک بیترمن: هغه وخت کله د اوس په شان باید دویچه ویله زموږ د هیواد ارزښتونه نړیوالو ته معرفي کړي وای. لکه څرنگه چې په ۲۰۰۵ کال کې د دویچه ویله په منسوب شوی قانون کې راغلي دي: «دویچه ویله باید آلمان نړیوالو ته د یوه داسې هیواد په توگه ور وپیژني چې د اروپا په فرهنگ کې یې وده کړې ده او د یوه داسې دموکراتیک حکومت خاوند دی چې پر خپل اساسي قانون باندې استوار دی.» دغې موضوع زموږ برنامه یي دندې مدرن او نوې کړې دي. په څو ژبو باندي د ژورنالیستیکو خپرونو له وړاندي کولو او د دویچه ویله د اکاډمۍ په لرلو سره موږ اوس د فرهنگي خبرو اترو له پاره یو نړیوال منشور لرو. له دې لارې موږ اوس د آلمانیانو او نورو نړیوالو له پاره دغه درک ورکوو چې موږ د داسې یوې غونډې مرکز یو. موږ همداراز خپل ځان د آزادۍ او بشري حقونو غږ بولو. پر دې سربیره موږ د آلماني ژبې ملاتړ کوو. دا هم زموږ د دندو له څخه یوه ده.

دویچه ویله: ستاسو دنده په ژورنالیستیکو وړاندېزونو کې څرنگه ده؟

اریک بیترمن:  موږ غواړو په نړیواله کچه خپلو مخاطبینو ته لاسرسی پیدا کړو. پر دې سربیره موږ خپل ژورنالیستي فعالیتونه په ۳۰ ژبو کوو. د دویچه ویله دندي او سرمشق زموږ د تحریري پلاوي د کار چوکاټ جوړوي. زموږ کار تل زموږ د لیدونکو، اوریدونکو او لوستونکو له انتظارونو سره ترسره کیږي. هغوی کولای شي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په بیلو بیلو ژبو زموږ متنونه ولولي. اوس مو خپلو تلویزیوني او انترنتي خپرونو ته هم توسعه ورکړې ده. اوس موږ د یوې څو رسنيزي تصدۍ په توگه پیژندل کیږو. له بلې خوا موږ له همدې کبله د خپلو خپرونو محتوا د امکان تر حده پوره سیمه ییزه کړې ده. له یوه کال راهیسې موږ په سپږو سیمو کې په آلماني، انگلیسي، هسپانیاوي او عربي ژبو تلویزیوني خپرونې لرو. موږ په نورو ژبو هم د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې خپلو د رسنيو شریکانو ته تلویزیوني خپرونې رسوو. اوس زموږ انترنتي خپروني په ټولنیزو شبکو او مبایلونو کې هم وړاندې کیږي.

دویچه ویله: که څه هم دویچه ویله قانوني دندي لري او د دولت له خوا تمویلیږي، پر دې سربیره هم دویچه ویله څرنگه توانیدلې ده چې د۶۰ کلونو راهيسي خپلواک ژونالیستي کار وکړي او د باور وړ غږ په توگه مطرح شي؟

اریک بیترمن: موږ پرعامه حقوقو باندي د یوې مبتني رسنې په توگه چې د خلکو د مالیاتو له لارې تمویلیږي، د معلوماتو په نړیوال بازار کې یو ځانگړی امتیاز لرو. موږ د یوې کورنۍ رسنې له آزادیو او د اساسي قانون د پنځمي مادې له ملاتړ څخه برخمن یو. له دې کبله زموږ د قانوني دندو، ژورنالیستیک استقلال او د دې خبرې تر منځ چې موږ د دولتي پیسو له لاري تمویلیږو، کوم تناقض نه رامنځ ته کیږي. په تیرو څو کلونو کې دویچه ويله د ښه ژورنالیستیک کار له لارې او په متعادل ډول د آلمان د پيژندلو له لاري خپل حیثیت د یوې معتبري او اعتماد وړ رسنۍ په توگه تثبیت کړی دی. پر دې سربیره موږ همداراز هغو کسانو ته د خپل نظر د ویلو موقع ورکړې ده چې په خپلو هیوادونو کې ورسره جبر کیږي. خلک پر موږ باندې باور لري. دا د یوې نړیوالې رسنې له پاره تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده.

دویچه ویله: آیا دا موضوع د دې لامل شوې ده چې په نړیواله کچه د دویچه ويله اکاډمي ته دومره لوړه تقاضا رامنځ ته شي؟

اریک بیترمن: موږ له ۵۰ کلونو راهیسې د رسنیو له آزاد او شفاف سیستم ملاتړ کوو. د انکشافي او اقتصادي همکاریو فدرال وزارت په دې برخه کې زموږ تر ټولو لوی شریک پاته شوی دی. موږ یو ځای په مخ پر ودې هیوادونو کې د ژورنالیستیک فعالیتونو او د رسنيو د کیفیت د لوړولو په برخو کې کار کوو. پر دې سربیره زموږ ژمنه ژورنالیستانو ته د مسلکي زده کړو په ورکولو کي ډیره لویه ده. موږ همداراز رسنیو ته د اقتصادي بقا په موخه ستراتیژي جوړوو او هغو ډلو ته چې ټولنیز امتیازونه نه لري معلومات رسوو. غوښتني دومره ډیري دي چې نور نو نه شو کولای چې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایو. اوس هر کال۳۰۰۰ تولیدونکي رسنۍ زموږ د فعالیتونو له لارې پرمختللي زده کړې تر لاسه کوي. موږ اوس په سیمه کې د کار له پاره او د اوږد مهاله همکاریو له پاره چمتوالی نیسو. زموږ د «نړیوالو رسنیو زده کړې» ماستري پروگرام هم زموږ د شریکان په اخیتار کي ډیر ښه امکانات ورکوي. د دویچه ویله اکاډمي د نړیوالو رسنیو د پرمختگ په برخه کې یو مخکښه سازمان دی.

دویچه ویله: دویچه ويله چې په لومړي سر کې یوازي د لنډو څپو یوه راډیو وه، اوس په يوه څو رسنيزي تصدۍ باندي بدله شوې ده. آیا هدف دا وو چې دغه رسنۍ له بدلونونو څخه شا ته پاتې نه شي؟

اریک بیترمن: له ۱۹۵۳ کال راهیسې د نړیوالو راډیوگانو او نړیوالو ارتباطاتو له پاره شرایطو په درماتیک ډول بدلون وموند. یوه داسې رسنۍ چې خپل ځان له دغو بدلونونو سره عیار نه کړي، ډیر ژر خپل ارتباط له لاسه ورکوي. موږ ډیر ژر له دیجتلي تولیداتو څخه گټه پورته کړه. موږ پر عامه حقوقو مبتني لومړنۍ آلمانۍ رسنۍ وو چې په انترنت کې مو حضور پیدا کړ. موږ په «مولتي میدیا» کې هم مخکښه وو. هغه کسان چې اوس ز موږ سره کار کوي د کمرې، میکرفون او انلاین په برخه کې مناسب قابلیتونه لري. اوس زموږ د ۳۰سرو ژبو په فعالیتونو کې د ټولنیزو شبکو نقش په یوې ورځنۍ موضوع باندي بدل شوی دی.