1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دویچه ویله – ځایي اتلانو ته نړیواله کتنه

دویچه ویله۱۳۹۴ تیر ۴, پنجشنبه

د هغو کسانو کیسې زموږ سره شریکي کړئ چې ستاسو په سیمه او ټولنه کې بدلونونه رامنځ ته کوي. په دې ترتیب سره تاسو په هغو کسانو کې شاملیږئ چې د یوه گرځنده ځیرک تلیفون (سمارت) د ګټلو چانس ترلاسه لري.

https://p.dw.com/p/1Fk55
انځور: DW

خپله کیسه وکړئ او جایزه ترلاسه کړئ

دویچه ویله ځایي اتلان لټوي. داسې کسان چې د نړۍ پیښي څاري، فکر کوي، خپل فکرونه په ټولنه کې منعکسوي او بیا ابتکار کوي. هغوی د دې پرځای چې پر قواعدو باندي اتکا وکړي دغه قواعد جوړوي او د دې پر ځای چې یوازي پیښي وڅاري، نورو ته انګیزه ورکوي. موږ دغه شان کسان لټوو. دا زموږ دنده ده چې د دغه شان کسانو له پاره هغه معلومات او خبرونه چې د دوی پکار دي ور ورسوو.

تاسو د خپلو اتلانو په اړه موږ ته کیسې راواستوئ او د لاندینیو جایزو له ډلې څخه یوه ترلاسه کړي. د ګډون له پاره د afghanistan@dw.com بریښنالیک ته معلومات راواستوئ او یا هم همدلته د دغې فورمې له ډګولو سره په دې بهیر کې شریک شئ. د نورو جزئیاتو له پاره دلته کلیک وکړئ.