1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوې آلماني بېړۍ د مهاجرو مرستي ته ولېږل سوې

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

آلمان غواړي چي په مديترانه کي د پناه غوښتونکو د هغو کښتيو سره عملي مرسته وکړي چي د ډوبېدو د ګواښ سره مخامخ کيږي. په دې مقصد يې دوې پوځي بېړۍ مديترانې ته لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/1FIyI
Einsatzgruppenversorger "Berlin" und die Fregatte "Hessen"
انځور: Ricarda Schönbrodt/PIZ Marine/dpa
د آلماني پوځ وياند و آلماني خبري آژانس ته ويلي دي چي د «هېسن» او «برلين» په نوم دوې پوځي بېړۍ د سويس کانال څخه تيري سوي او و يوناني ټاپو کرېټا ته پر لاري دي. زياته سوې چي دغه بېړۍ به د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د می ۲مه) و سودا نومي د سمندري ځواکونو مقر ته ورسيږي چيري چي به دغه کښتۍ مرستندويه توکي بار کړي. يادي دواړي بېړۍ تر مخه د «آټلانټا» په نوم د هغه ماموريت ګډونوالي وې، چي پکښي د افريقا پر ښکر د سمندري غلو څخه د تجارتي کښتيو امنيت نيول کېدی.

د «هېسن» په نوم د آلماني پوځ بېړۍ داسي رادار لري چي تر ۴۰ کلومترۍ پوري د پناه غوښتونکو کښتۍ موندلای سي. د «برلين» په نوم پوځي بېړۍ بيا تر ۲۵۰ کسانو پوري انسانان ځايولای سي او په دغه بېړۍ کي دننه يو کلينيک هم موجود دی. ډاکټران او طبي پروسونال به هم په مديترانه کي د لنډ توقف پر وخت دغه بېړۍ ته ور وخيژي.
اروپايي اتحاديې د تقريبا ۹۰۰ پناه غوښتونکو د ډوبېدني وروسته تېره اونۍ يوه سرمشريزه جوړه کړه چي پکښي د ژغورونکو عملياتو له پاره د بوديجې د درې چنده زياتولو فيصله وسوه. د نورو غړو هيوادونو تر څنګ آلمان، بريتانيه او فرانسه غواړي چي و مديترانه ته پوځي بېړۍ ولېږي چي له يو اړخه د ګواښ په صورت کي د پناه غوښتونکو په ژغورلو کي مرسته وکړي او له بل اړخه د انساني قاچاق وړونکو پر ضد مبارزه چټکه کړي.

په سوريه او ليبيا کي د دولتي نظم د خرابېدو وروسته د مديترانه د اوبو له لاري و اروپا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو لانجه لا جدي سوې ده. مرستندويه سازمانونه د اروپايي اتحاديې په ځانګړې سرمشريزه کي پر رامنځ ته سوو پرېکړو تنقيد کوي او وايي چي دغه پرېکړي د ستونزي د هواري له پاره کفايت نه کوي.

د فرونتيکس تر حدودو آخوا

د آلمان پوځ ويلي دي چي د خپلو دوو بېړيو مؤظفول يې د اروپايي اتحاديې د فرونتېکس په نوم د اروپايي حدودو د څار د ماموريت په چوکاټ کي نه دي کړي. ويل سوي چي دغه بېړۍ به د فرونتيکس تر پولو آخوا فعاليت لري. په داسي حال کي چي فرونتيکس په لومړي قدم کي د اروپايي سمندري پولو د ساتلو وظيفه په غاړه لري، مديترانې ته لېږل سوي دوې آلمانۍ بېړۍ به په لومړۍ قدم کي د پناه غوښتونکو د ژغور دنده په غاړه لري. ويل سوي چي دغه آلمانی بېړۍ به د انساني قاچاق وړونکو پر ضد د عملياتو وظيفه هم ونه لري.

د آلمان د دفاعي چارو وزيري اورزولا فون ډېر لاين يوه اونۍ تر مخه اعلان کړی ؤ چي و مديترانې ته به د آلماني پوځ بېړۍ ولېږدوي. فون ډېر لاين هغه وخت ويلي ول: «اصلي موضوع دا ده چي موږ وکولای سو چي موږ د اړتيا په صورت کي ډېر ژر د مديترانې څخه هغه پناه غوښتونکي وژغورو چي د ډوبېدو د ګواښ سره مخامخ وي.» دا چي ايا د دغه ماموريت د تر سره کولو له پاره د آلماني پارلمان پرېکړي او پکښي رايه اچوني ته اړتيا سته که نه، په هکله يې د آلمان د دفاعي چارو وزارت معلومات نه دي ورکړي.

په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ښېګڼي سازمان «پرو ازيول» غوښتنه کړې ده چي آلمان بايد چي لا زيات پناه غوښتونکي ومني.