1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ديجيتالي بې سوادان»، ديجيتل کېدنه او ننګونې يې

۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبه

د عادي ليک لوست تر څنګ د معلوماتي ټکنالوژۍ سره چلن او د هغې زده کول هم نن سبا ډېر اهميت لري. هغه څوک چې د انترنېټ او کمپيوټر په نړۍ کې بلد نه وي، په مسلکي او ټولنيزو چارو کې د انزوا په لور روانيږي. ولي؟

https://p.dw.com/p/2VpLJ
Symbolbild Frau mit Virtual Reality Brille
انځور: Imago/Westend61

تر اوسه پورې دغه خبره په شپېته فيصدو انسانانو پورې صدق کوي. دغه سلنه د «او اي سي دي» يا د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا ټولنې محاسبه کړې ده. د دغې ټولنې يوه مشره، ګابريله راموس، دغسې له معلوماتي ټکنالوژۍ سره نابلدو خلکو ته ديجيتالي بې سوادان وايي.

دا چې شمېر يې ډېر زيات دی، يوازې په قسمي توګه په محدودې زېربنا پورې اړه لري. په ټوله نړۍ کې څلور ميليارډه انسانان انترنېټ ته لاسرسی لري، چې د نړۍ شپېته فيصده اوسېدونکي کيږي.

واټن په زياتېدو دی

په هغو هېوادونو کې هم چې زېربنا يې ډېره ښه ده، ډېر شمېر خلک شا ته پاته شوي دي. د «او اي سي ډي» په حواله د ۱۶ تر ۶۵ کاله عمر لرونکو انسانانو په ډله کې يوازې ۲۵ سلنه د معلوماتي او خبرو اترو د ټکنالوژۍ له امکاناتو څخه کار اخلي. په مکتبونو کې يوازې پوهه انتقاليږي او له ماشومانو څخه تقاضا کيږي چې مفاهيم په ياد زده کړي. مېرمن راموس بيا وايي چې اصلا «بايد ماشومان ابتکار او نوښت زده کړي. دغه څه بايد په تعليمي نظام کې وراضافه شي.»

د لويانو په برخه کې «او اي سي دي» د عمر په زياتېدو سره له معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپيوټر څخه د فاصلې نيولو تشخيص کړی دی. دا د ديجيتال کېدو د بهير په چټک سرعت پورې تعلق لري. په دې ترتيب د ټولنې د بېلابېلو غړو تر منځ درز لا په ژورېدو دی. په داسې حال کې چې ځينې خلک د وخت تقاضا درک کوي او ځانونه ورسره آشنا کوي، باقي کسان شا ته پاته کيږي.

هغه مامورين چې يوازې سر ښوروي

دغه خبره په عامو خلکو، وړو او لويو شرکتونو او په تېره بيا په سياسي حلقو کې ليدل کيږي. دوروتي ګوردن چې په لندن کې د کاتام هاوز د سياسي انستيتوت د ټکنالوژۍ د برخې سلاکاره ده، وايي چې «هيڅکله هم دغومره زيات د چټک پرمختګ او د حکومتونو د فعاليت د پرينسيپ تر منځ داسې لوی تضاد» نه و موجود لکه نن. هغه زياتوي چې په وزارتونو کې حتی ډېر خلک د ديجيتال کېدو بهير ته يوازې د يوې تخنيکي ننګونې په صفت ګوري.

د هغې په خبره حکومتونه تر اوسه پورې یوازې د خپلو حدودو او سرحدونو په چوکاټ کې فکر او فعاليت کوي. يوه بېلګه يې هغه ستونزه ده چې د ګوګل په څېر پلېټ فارم ته د ماليې ورکولو له پاره کوم ميکانيزم تر اوسه پورې نه دی موندل شوی. د ګوردن په خبره «کله چې مامورين کومه موضوع نه خوښوي، هغوی په دې ښه پوهيږي چې د يوه حکومت په چوکاټ کې د ژوندي پاتې کېدو لاره دا ده چې يوازې خپل سرونه وخوځوي، بيا يې ټيټ کړي او بيا هيڅ څه هم ونه کړي.»

په اقتصادي حلقو کې ستونزې

د ديجيتال کېدو د پروسې په هکله لږ معلومات د اقتصادي حلقو د سرخوږي باعث هم ګرځي. خو دلته د لويو او وړو شرکتونو تر منځ ډېر توپيرونه هم ليدل کيږي. په داسې حال کې چې په آلمان کې هر دويم لوی شرکت بهرني مشاورين راغواړي څو خپله تشه ډکه او تخنيکي مشکلات حل کړي، درې په څلورو کې واړه شرکتونه وايي چې د ديجيتالي اوښتون يا ترانسفرمېشن موضوع ورته مهمه نه ده.

دغه خبره د معلوماتي ټکنالوژۍ خصوصي ټولنې بيټ کام د يوې ټولپوښتنې د لارې موندلې ده. په دې برخه کې ډېره بې اطمناني او زړه نا زړه توب موجود دي ځکه چې پوهه، لرليد او د نويو شيانو د زده کولو کلتور له ډېرو کسانو او شرکتونو سره نشته.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: