1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير:اوس په المان کي د تروريستي بريدونو خطر نسته

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

په المان کي د تروريستي بريدونو خطر په رښتيا ډير دی؟ په دي هکله د المان د کورنيو چارو وزير توماس ډيميزير په دي هڅه کي دي چي عامه خلک يو څه ارام کړي.

https://p.dw.com/p/PVa4
انځور: DPA

خو د امريکا د فوکس نيوز تيلويزيون تازه ادعاوي ښه يي چي ترهګر د المان په پلازمېنه کي د اورګاډو په مرکزي تمځای، د برانډن بورګ د دروازې پرهوټل اډلون او ددې ښار پر مشهورتيلويزيونی منار د بريدونو پلان لري.

فوکس نيوز ددي خبرونوسر چينه په افغانستان کي نيول شوی يو تن ښودلی دی.

د المان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په يوه بېړني مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي د 2009 ميلادي کال د پيل څخه داسي نښي نښاني دي چي پکښي د القاعدې تروريستي شبکه په امريکه، المان او د اروپا پر نورو هيوادونو د بريدونو پلان لري.

« دا معلومات استخباراتي کړيو تر لاسه کړي، چي په جرمني کي د کلونو راهيسي د تروريستي ګروپونو لخوا د خطرناکو کسانو د جذب هڅه سوې چي دا د المان د امنيت د ايالتي او مرکزي چارواکو لخوا تحليل سوي او ارزول سوي دی»

ديميزير په برلين کي د تروريزم په وړاندي د مبارزې د مرکز څخه د کتني پر مهال وويل چي، المان د څو ونيو راهيسي د خپل نړۍ والو همکارانو سره په دې هکله د معلوماتو په بدلولو کي بوخت دي.

هغه وويل چي، موږ د ټولو لارو او سرچينو سره تر تماس وروسته داسي معلومات نه دي ترلاسه کړي چي په هغه کي دي راغلي وي چي د ترهګرو بريدونو د جدي ګواښ سره مخامخ دی.

په المان کي د ترهګريزو بريدونو د خطر خبرو هغه وخت زور واخيستی چي په امريکا کي د حکومتي چارواکو له پلوه اروپا ته سفر کونکو ته د احتياط څخه د کار اخيستلو خبره سوي وه.

خو د المان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سټيفان بريډول نورو ملکونو ته سفر کوونکو ته وويل چي دوی بايد د المان د بهرنيو چارو د وزارت ويب پاڼي ته مراجعه وکړي.

« دلته به دوی د امنيت په اړه هم خبرسي او د سفر د اجازې په اړه هم، او داسي نور معلومات هم ترلاسه کولای سي. »

ديميزير يوار بيا پر دي خبره ټينګار وکړی چي په المان کي اوس داسي کوم واضع شواهد نسته چي بايد عمل وشي.

فورستيناو/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل