1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير:د ترهګرو پر ضد به سر ټيت نه کړو

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

په افغانستان کي د آلماني سرتيرو پر ضد په تيرو ورځو کي د خونړيو حملو سره سره، د دغه هيواد د دفاع وزير وويل چي د پوځي ماموريت په ستراتيژي کي به کوم بدلون رامنځ ته نه شي. خومخالف ګوندونو په دي هکله د يو نوي بحث لپاره غږ کړي

https://p.dw.com/p/11Tf6
د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر
د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیرانځور: picture alliance/dpa

په لسو ورځو کي د څلورو تنه وژل کيدل او د لسو ټپي کيدنه يو ټکان ورکونکي بيلانس دي. د الماني سرتيرو خلاف د پنجشنبي په ورځ په وروستي بريد کي هله يو الماني سرتيري ووژل شو کله چي په بغلان ولايت کي د دوي زرهپوش موټر د يو ځمکني ماين ښکار شو.

پدي ترتيب د المان د دفاع وزير توماس ديميزير د يوي مياشتي په لنډه موده کي په دريم وار د ر رسنييو په وړاندي ودريد تر څو خپلو خلکو ته د يوي بلي خونړي بيښي خبري ورکړي

هغه وويل: « دغه خبر مونږ ټولو ته سخت ټکان ورکړ. مونږ د خپلو سرتيرو په وژنه خواشيني يو، مونږه د وژل شوي سرتيري لپاره دعا کوو، او د هغه د کورني او خپلوانو سره ځان په دغه غم کي شريک بولو.»

پدغه بريد کي نور پنځه الماني سرتيري ټپيان شوي دي، چي هغوي د څرخي الوتکو پواسطه په کندز او مزار شريف کي د المان ګرځنده روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ديميزير په برلين کي خبريالانو ته وويل : « زمونږه سرتيرو غوښتل چي يوه مهمه لاره د ماينونو څخه پاکه کړي تر څو د اقتصادي ودي په لاره کي آسانتياوي رامنځ ته شي، او دا هغه څه دي چي طالبان يي نه غواړي.»

د المان د نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم دغه پيښه په کلکه غندلي ده، خود دغه غندنو سره نيوکي هم يو ځاي دي.

د شنو يا د «ګروينن» د ګوند مشري کلاويډا روت « په افغانستان کي د ايساف د وروستيو نظامي عملياتو د ستراتيژي په باب د سياسي بحث» لپاره غوښتنه کړي ده. دهغي په آند دغه ستراتيژي نه شي کولي په افغانستان ثبات رامنځ ته کړي.

توماس ديميزير هم په وروستيو ورځو کي د بريدونو د ډيريدو له امله اديښنه ښکاره کړه. تر دي وړاندي طالبانو اعلان کړي وو چي سږ کال په پسرلي کي به په خپلو عملياتو کي ډير والي راوړي، چي ګمان کيږي دغه بريدونه هم له دغي جملي څخه وي. سره له دي هم د المان د دفاع وزير په خپل دريځ ټينګ ولاړ دي : « زه په دي سخته ورځ اوپدي سختو ورځو کي يو روښانه پيغام لرم او هغه دا چي د زور زياتي په مقابل کي بايد څوک سر ټيټ نه کړي.»

په همدي وجه ديميزير يو ځل بيا په افغانستان کي د ايساف او د المان د پوځ له کړنو څخه دفاع وکړه: « زمونږه ستراتيژي سمه ده، د افغانستان په شمال کي طالبان سيمي د لاسه ورکوي، نو ځکه طالبان يواځي د داسي وسيلو لکه تروريستي حملو او بمي بريدونو څخه کار اخلي. پدي کار سره طالبان غواړي وښيي ګني چي دوي پياوړي دي، حالا دا چي واقعيت بل ډول دي.»

خو ديميزير اعتراف وکړ چي په افغانستان کي سياسي پرمختګ ته بايد وده ورکړل شي، هغه زياته کړه چي دغه پرمختګ په افغانستان کي د المان د پوځ د دوامدارو مرستو پرته ناشوني دي.

هغه وويل : « زمونږ سرتيري به خپلو ګزمو ته ادامه ورکړي، هغوي به بيا هم په شمال کي زمونږ ملګرو سره مرسته وکړي، هغوي به بيا هم د افغاني سرتيرو ته پوځي ښووني او روزني کار ته ادامه ورکړي ترڅو افغانان په دي وتوانيږي چي د خپل هيواد امنيت خپله وساتي. د افغانستان خلک زمونږ مرستو ته ضرورت لري، هغوي پر مونږ باور کوي او هغوي پر مونږ حساب کولي شي. مونږ د وژل شوو سرتيرو په ياد د درناوي لپاره سر ښکته کوو.»

توماس لچن / سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم