1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير د رد سوو افغان مهاجرو پر اخراج ټینگار وکړ

۱۳۹۵ آذر ۱۰, چهارشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د افغان مهاجرو پر بيرته لېږلو تينگار کړی دئ، خو ويلي ئې دي چي په دې برخه کي بايد له «پوره احتياط» څخه کار واخيستل سي. هغه ويلي دي چي په دې برخه کي له افغان حکومت سره تړون سته.

https://p.dw.com/p/2TWVl
Deutschland PK Thomas de Maizière zu Großrazzia in zehn Bundesländern
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د نوامبر مياشتي ۳۰مه) د دغه هیواد د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي پر دې باندي ټينگار وکړ چي هغه مهاجر چي په جرمني کي ئې د پناه غوښتنه رد سوې ده بيرته خپل هيواد ته ولېږي.

ديميزير د ځينو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو په اړه وويل: «موږ نه سو کولای داسي يوه هيواد ته عسکر او پوليس ولېږو چي امنيت ته اړتيا لري» او بيا افغان پناه غوښتونکي په جرمني کي پريږدو.

هغه وويل چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت پېچلی دی، خو افغان حکومت د مهاجرو د بيرته ورتگ خبره منلې ده. هغه وويل چي افغان حکومت له اروپايي ټولني سره د مهاجرو د بيرته ورستنولو په برخه کي تړون لري. خو دا روښانه ده چي سړی بايد له احتياط څخه کار واخلي.

ديميزير دغه راز وويل چي فدرالي حکومت راتلونکي کال ته د پخپله خوښه تلونکو مهاجرو د مکافاتو له پاره ۴۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي. هغه زياته کړې خو هغو مهاجرو ته چي پخپله خوښه ځي بايد دومره زياتي پيسي ورنه کړل سي چي وروسته بیا د ايالتونو د اندېښنې سبب سي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير وويل: «کله چي سړی نه منل سوي بيرته باسي، ډېر ورسره پخپله خوښه هم ځي.» هغه وويل د يوه کس له ايستلو سره دوه نور هم پخپله خوښه له دغه هيواده وځي.

هغه وويل په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کال کي جرمني ته تر يو ميليون زيات مهاجر راغلي دي چي د نژدې ۵۰۰ زرو د پناه غوښتنه به ونه منل سي.

ديميزير ټينگار کړی دی، د دې له پاره چي د يوه کس له خوا د څوواري پناه غوښتنليک او هويت نه ښوولو مخنيوی سوی وي، بايد د پناه غوښتي پروسه ډيجيتال سي.

د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو تر غونډي مخکي ځيني سیاستوالو د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پر پروسې نيوکه کړې وه.

د جرمني د راینلد فلڅ ايالت د ادغام وزیري انه شپیگل، د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد د کورنیو چارو له وزیر توماس دیمیزیر څخه غوښتي ول چې په افغانستان کې د اوسني خطرناک وضعیت په اړه ارزیابي وړاندي کړي.

د زرغون گوند د دغې سیاستوالې په خبره د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره د کورنیو چارو وزارت له خوا افغانستان ته د تر ۱۲۰۰۰ کسانو د لیږلو هڅې د انتقاد وړ دي.

انه شپیگل، ټینگار کړی وو چې «موږ په جرمني کې د بیرته ستنولو یوه بشر دوستانه سیاست ته اړتیا لرو، نه د اخراجولو یوه سخت سیاست ته.»

نور مطالب: