1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير د مهاجرو کورنيو د الحاق بحث ته ادامه ورکوي

۱۳۹۶ شهریور ۹, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير داسې کومه خبره نه کوي چې د صدراعظمې د سياست خلاف وي. مېرکل غواړي د مهاجرو د کورنيو د الحاق په اړه په ۲۰۱۸ کال کې پریکړه وکړي خو دا چې ديميزیر اوس څرګندو کوي ښايي دليل يې انتخاباتي کمپاينونه وي.

https://p.dw.com/p/2j9nX
Symbolbild Flüchtlinge Familiennachzug in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزیر د هغو سوريايي مهاجرو په مسله کې چې په اوسني وخت کې موقتي یا محدود اقامت لري د حکومت له هغه سیاست څخه دفاع وکړه چې هغوی نه شي کولاي په اوسني وخت کې خپلې کورنۍ یا د هغوی غړي آلمان ته دعوت کړي. د مسيحي دیموکرات ګوند دغه سياستوال، آلمانۍ ورځپاڼې «هايلبرونر شتيمه» ته وویل: «زه د دغه کار پلوي یم».

آلمان کې د سوريايي مهاجرو د کورنيو د غړو د يوځای کيدو بهير اوسمهال د ۲۰۱۸ کال تر مارچ مياشتې پورې ځنډول شوی دی. ديميزير په دې اړه چې د څه شمير سوريايي مهاجرو د راتلو انتظار لري، له هيڅ کوم شمیر څخه يادونه ونه کړه. هغه يوازې دومره وویل چې د دغو افرادو شمیر ډیر لوړ دی. ديميزير زياته کړه: «زمونږ د اټکل له مخې، هغه افراد چې په پام کې ده د کورنيو د الحاق قانون له مخې آلمان ته راشي، رقم يې د مهاجرو د شمير معادل دي».

د «بیلد» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې بيا په خپل يوه رپوټ کې د دغې اختلافي موضوع په اړه کره ارقام خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې د دغو افرادو شمير ۲۶۷۵۰۰ تنو ته رسيږي. دغې ورځپاڼې ياد شمیر په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د پناه غوښتنې پر دوسيو د شويو پريکړو له مخې وړاندې کړی دی. بيلد، ورځپاڼې د آلمان حکومت د يوه کورني سند له مخې رپوټ ورکړی دی چې د راتلونکي کال له مارچ مياشتې څخه به ښايي پر دغې شمير ۱۲۰ زره نور هم ورزيات شي. دغې ورځپاڼې له دې څخه داسې نتيجه ترلاسه کړې ده چې په ۲۰۱۸ کال کې به يوازې ۳۹۰ زره سوريايي مهاجر خپلې کورنۍ آلمان ته راولي.

هر څوک چې قاچاقبر سره راځي، د اقامت چانس باید و نه لري

د آلمان د کورنيو چارو وزير په خپلې وروستۍ مرکه کې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د مهاجرتونو يادونه هم وکړه. هغه ټينګار وکړ هغه کسان چې لا اوس هم خپل برخليک د جنايتکارو قاچاقبرانو په لاس کې ورکوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي، بايد مخنيوي یې وشي. هغه وړانديز وکړ چې راتلونکې کې داسې يوه پالیسی په نظر کې ونيوله شي چې «هر څوک چې له قاچاقبر سره راځي، په اروپا کې د پاتې کيدو چانس به ونه لري». خو د هغه په خبره، دا ډول حل لاره کيدای شي يوازې د مديترانې سيمې هيوادونو لکه ليبيا د همکاريو په شتون کې ګټوره واقع شي.

بیلد ورځپاڼې د خپلې چارشنبې ورځ ګڼه کې د مهاجرو کورنيو د الحاق موضوع په اړه د يوې تازه نظرپوښتنې پايلې خپرې کړې دي. په دغه نظرپوښتنه کې ۸۳،۷ سلنه پوښتل شويو افرادو هغه قانوني امکانات رد کړی دي چې له مخې یې د سوريايي مهاجرو د کورنيو غړي کولای شي آلمان ته راشي. ۴۱،۱۸ سلنه نور بیا له دغو امکاناتو سره موافق دی.

خو د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل د دغو ټولو بحثونو سره سره، نه غواړي چې په روان ميلادي کال کې د مهاجرو د کورنيو د يو ځای کيدو په اړه کوم نوی تصميم ونيسي. مېرکل د چهارشنبې په ورځ برلين کې په خپل مطبوعاتی کنفرانس کې وویل د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا وروسته د ۲۰۱۸ کال له مارچ څخه د مهاجرو کورنيو د يوځای کيدو توقف به بيا هم تمديد شي وويل: «د راتلونکي کال (ميلادي) په لمړيو کې به وليدل شي».

د مېرکل په وينا هر هغه مهاجر چې «بشپړه پناه» یې په لاس راوړي وي، له همدې شيبې کولای شي خپل خاوند يا ښځه او ماشومان يې ځان ته راوغواړي. د آلمان صدراعظمې وویل: «موږ باید لومړی دغه تصميم عملي کړو».

 ميرکل په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د هغو کسانو د غوښتنو په اړه به د ۲۰۱۸ کال په پیل کې بحث وشي کوم چې د بشري ملحوظاتو له کبله مؤقتي حفاظت (يو کلنه اقامه) لري. د آلمان حکومت د دغه شان افرادو د کورنيو غړو د يو ځای کيدو بهير د دوو کلونو له پاره شاته غورځولی وو، تر څو د تازه راغليو کسانو کارونو ته د رسيدګۍ په برخه کې د ښاروالۍ پر اوږو د يوه دروند بار د غورځيدو له تکرار څخه مخنیوی شوی وي.