1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير: سرتيري بايد پوځي مامورت ته متوجه وي

۱۳۹۰ شهریور ۱۳, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزير، توماس ديميزير په دې نظردی، چي د هغه هيواد ملي پوځ په راتلونکي کي بايد تر ډيره ځايه پوځي دندي تر سره کړي او په پرمختيايي مرستو کي د هغه ونډه ضمني وي.

https://p.dw.com/p/12Sqg
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزيرانځور: dapd

ديميزيرد بن د ښار يوي ورځپاڼي ته په يوه مرکه کي ويلي: « تر اوسه پوري زموږ سر تيري اکثرا په هغو نړيوالو ماموريتونو کي برخه اخيستي چي په حقيقت کي د هغوی په پوځي دندو پوري هيڅ اړه نه لري.»

 

هغه وويل:« د بيلګي په توګه په پوځي يونيفورم کي د انجنيرانو دندي ته که څه هم په درنه سترګه ليدل کيږي، خو هغوی د خپل هيواد د هغو سکتورنو پيټي پر غاړه اخيستي دي، چي هغوی خپله چمتو نه دي کړکيچنو سيمو ته خپل انجنيران يا نور داسي کارپوهان واستوي.»

 

ديميزير وويل :« له دي کبله د آلمان عامو خلکو ته بايد روښانه کړای سي چي پوځ تر اوسه پوري هغه کارونه کړي چي د هغوی اصلي دنده نه ده. دا چي نورو خپلي دندي نه دي تر سره کړي، پوځ مرستي ته وردانګلي دي.»

 

هغه زياته کړه چي د ژور څاګانو د کيندلو لپاره هيڅ هيواد خپل سرتيري بل هيواد ته نه استوي.

 

د آلمان د دفاع وزير په خپلو دغو يادونو سره په غير مستقيمه توګه د خپل هيواد د بهرنيو چارو او پرمختيايي مرستو پر وزارتونو باندي نيوکي وکړي، چي  ګواکي دا د هغوی دندي  دي چي بايد تر سره يي کړي نه د « ملي پوځ».

 

د آلمان د افغانستان پر ماموريت تل نيوکه سوي چي پر کړکيچ باندي د لاس برتوب لپاره د بيارغاوني ګامونه د پوځي عملياتو په پرتله ګړندي نه دي.

 

کارپوهانو په وار وار نيوکي کړي، چي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته په نسبتا لومړيو سوليزو کلونو کي سياست ونه توانيد چي د دغه جګړي ځپلي هيواد د بيارغاوني په ساحه کي مضبوط ګامونه پورته کړي.

 

هغوی وايي: «پوځي عمل يوازي معقطي حل دی. د کړکيچ د رښتيني حل لپاره بايد تل سياسي لاري چاري ولټول سي.»

 

د رويتر خبري آژانس په خپل رپوټ کي چي د آلمان د دفاع وزير مرکه يي تر خپلي ارزوني لاندي نيولي ده د رپوټ په دوام کي وايي : آلماني سرتيري احساس کوي چي سياست د هغوی ماموريت ته په درنه سترګه نه دي کتلي.

 

ځکه هغوي پر خپلو سترو قربانيو سره په سيمه کي يو نسبي امن راووست خو سياست له دغه امن څخه د يو اوږد مهال حل لپاره سمه استفاده ونه کړه.

 

د آلمان يو بله خبري رسني ، «شپيګل» په خپل يو رپوټ کي يادونه کوي چي د يوي څيړني له مخي د افغانستان په جګړه کي د آلماني سرتيرو ګډون ته «هيڅکله اړتيا» نه وه.

 

مجلي وايي:« څيړنو ښودلي ده چي په امريکا متحده ايالاتو باندي د سپتمبر د يولسمي د تروريسيتي بريد څخه وروسته د آلمان د هغه وخت صدراعظم ګيرهارد شوريدر تر مشري لاندي د آلمان فدرالي حکومت متحده ايالاتو ته د خپلي پوځي مرستي په وړاندي کولو کي زيات تينګار وکړ.»

 

نوموړې مجله په خپله څيړنه کي د خپلي ادعا د ثبوت لپاره د متحده ايالاتو د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزير، کولن پاول خبره وړاندي کوي چي له تروريستي حملو څخه يوه ورځ وروسته يي وويل: «  متحده ايالات کومي خاصي مرستي ته اړتيا نه لري.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل