1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير: مسلکي مهاجرو ته ترجيح نه ورکول کیږي

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي چي تکړه او کاريګر مهاجرو ته به ترجيح ور نه کړل سي. د هغه په وينا پناه غوښتنه د مسلکي وړتياو سره نه سي تړل کيدلای.

https://p.dw.com/p/2eoYa
Deutschland re:publica 2017 Bundesinnenminister Thomas de Maizière
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي چي هغه پناه غوښتونکي چي ښه مسلکي وړتياوي لري، ورته به د نورو مهاجرو په پرتله په آلمان کي ترجيح ور نه کړل سي. د هغه په وينا د پناه غوښتونکو مسلکي وړتيا په آلمان کي د هغوی د پاته کيدو په هکله د پوښتني په تړاو بايد د ترجيح ورکولو سبب نه سي. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۶مه نېټه) په برلين کي د بهرنيانو له پاره د دولتي ادارې «آوسلېنډرامټ» په يوه غونډه کي وکړه.

دغه غونډه د آلمان د ۲۹۴ ښارواليو د استازو په ګډون جوړه کړل سوې وه. غونډه د ښارواليو د سازمان له خوا دايريږي چي په وينا يې د آلمان د ۶۸ سلنه نفوس استازيتوب کوي.

توماس ديميزير هغه وړانديزونه رد کړل چي په وينا يې د اقتصادي سکتور له خوا ورڅخه کيږي چي ګواکي د هغو مهاجرو سره دي د مهاجرت د دوسيو او د پاته کېدو د حق ورکولو په ترڅ کي بهتره چلن وسي، څوک چي ښه مسلکي وړتياوي لري. ديميزير وويل چي دا ډول يوه ترجيح ورکونه به «غير انساني وي».

ديميزير ږغ وکړ چي بايد د چارواکو د فيصلو د درک کولو کوښښ وسي. هغه وويل چي کله چي په نيورنبېرګ کي پوليسو د افغان پناه غوښتونکي د اخراج له پاره د هغه د نيولو په موخه  ورغلل نو هلته د افغان د ټولګيوالو او احتجاج کوونکو سره اخ و ډب رامنځ ته سو. د نوموړي په وينا د قضيې د فيصله کولو په ترڅ کي دغه اړخ ته پام سوی وو.

ديميزير شکايت وکړ چي د مهاجرو د اخراج په ترڅ کي هميشه له زياتو اړخونو څخه پوليس او چارواکي تر تنقيد لاندي نيول کيږي. هغه وويل چي بعضي وخت حتی د تنقيد کوونکو په لهجه کي زيات تندوالی وي. نوموړي په زياته بيا کليساوي مخاطبي کړې چي بعضي وخت د چارواکو د رواني حالت له پاره هم د دلاسايي الفاظ ووايي. دا په داسي حال کي چي کليساوي د مهاجرو د اخراج مخالفت کوي.

دې موضوع پورې تړلي انځورونه زموږ له ارشیف څخه