1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ديني علما له سولې سره مرسته کولای شي»

اسماعیل شاکر۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د افغانستان، مصر او اندونیزیا دیني عالمانو په سوله کې د علماو پر ونډې باندې ټینگار وکړ او ویې ویل چې هغوی کولای شي چې یاغیان د سولې میز ته راوبولي.

https://p.dw.com/p/1CQ0W
انځور: AP

کابل د چهارشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون ۲۵مه) د افغانستان د پنځلسو ولایتونو، مصر او اندونیزیا د دیني علماوو د کلنۍ غونډې کوربه وو چې د سولې په اړه په کې بحثونه وشول. دغه غونډه هر کال په افغانستان کې د "د سولې او پرمختګ پر لور د خلکو هڅونه" ترنامه لاندې جوړیږي. یو شمېر افغان دیني عالمانو په دغه غونډه کې وویل چې دیني عالمان کولای شي چې د جوماتونو له لارې د سولې په اړه د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

په کابل کې د مصر الازهر د د یني عالمانو رییس ذعلول البحري وویل: «موږ ټينګار کوو چې د مسجدونو خطبې یوه او پر یوه وخت یعنې د جمعې پر ورځې خلکو ته یو ډول پیغام چې هغه د سولې پیغام دی ورسوي. »

البحري وویل چې هڅه کوي په افغانستان کې ټول ښکیل اړخونه د سولې میز ته راولي. هغه په دې برخه کې د دیني علماو نقش ته اشاره وکړه او ټینگار یې وکړ چې هغوی کولای شي چې وسلوال مخالفین تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر نظام الدین مجاهد، د عالمانو تر منځ د ژمنو او اړیکو پرپياوړي کیدو باندې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې عالمان ستر رول لري او باید دوی خپلو مسولیتونوته پام وکړي. هغه ټینگار وکړ چې سوله باید له خپل ځانه او پلویانو پيل او بیا یې نورو ته په اړه سپارښتنه وشي.

افغان حکومت له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له خپلو وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي خو دغو هڅو تر اوسه پورې کومه پایله نه ده لرلې. د ولسمشر کرزي حکومت له طالبانو سره د سولې کولو په موخه یوه عالي شورا هم رامنځ ته کړې ده چې یو شمیر دیني علما یې هم غړیتوب لري.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي، ویلي دي چې د بریا په صورت کې به له وسله والو مخالفینو سره د سولې هڅې وکړي. دا چې راتلونکی ولسمشر به په دې هڅو کې څومره بریالی شي او دیني علما به ورسره په دې بهیر کې څومره مرسته وکړای شي ښايي د وخت له تیریدو سره روښانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب