1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان او افغانستان په ګډو پولو کي دطالبانو نفوذ ورځ په ورځ کميږي

۱۳۸۶ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

د يوه آلماني کار پوه او ليکوال يورګ شولڅ په نظر د افغانستان او پاکستان تر منځ په قبايلي سيمو کي طالبانو خپل خپل نفوذ د لاسه ورکړی دی

https://p.dw.com/p/DTtf
پاکستاني طالبان په قبايلي سيمو کي
پاکستاني طالبان په قبايلي سيمو کيانځور: AP

شولڅ د Welt - Sichten په نامه د يوې مجلې سره په مرکه کي ويلي دي چي ټول پښتانه نه طالبان دي او نه دوی ټول د طالبانو پلويان بلل کيدای سي. د ده په نظر په روان وخت کي په دغه سيمه کي ډير لږ شمېر کسان د طالبانو سره مرسته کوي.

په دې وروستيو کي د افغانستان او پاکستان تر منڅ په قبايلي سيمو کي ډير داسي بريدونه تر سره سوي چي پکښي ملکي وګړو ته ډير زيان رسيدلی دی، او حتی د خوښيو په مراسیمو کي يو لړ چاودني تر سره سوي دي.