1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپکتيکا دسرحدي پوليسو پر يوه قرارګاه باندي ځانمرګی بريد

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعه

نن سهار يوه ډله ځانمرګي بريد کونکو چي سپکي او درنې وسلې هم ورسره وې ، دپکتيکا ولايت داورګون په ولسوالۍ کي دسرحدي پوليسو پر يوه قرارګاه باندي بريدونه وکړل

https://p.dw.com/p/NU7n
انځور: AP

په جنوب ختيځ زون کي دسرحدي پوليسو قومندان تورن جنرال نبي جان ملاخيل وايي چي ځانمرګي بريدکونکي 7 تنه وه چي لومړی يې دقرارګاه په دروازه کي دموټربم چاودنه وکړه او پاتو بريدکونکو وسلواله نښته پيل کړه . دده په خبره دسرحدي پوليسو تر وسلوال مقاومت وروسته 3 بريدکونکي ووژل سول .

ملاخيل وايي چي پدغو بريدونو کي يو سرحدي پوليسو وژل سوى اوديوه بل سرحدي پوليس په ګډون درې تنه ملکي کسان ټپيان سويدي .

جنرال ملاخيل ومنله چي پدغه نښته کي څلور بريد کونکي وژل سوي اوپاته 3تنه دبريد د سيمي وتلي دي .

وسلوالو طالبانو ددغو بريدونو مسؤليت پر خپله غاړه اخيستى دی . د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد وايي پدغو بريدونو کي ددوی شپږو ملګرو برخه اخيستي وه چي څلورو يې چاودنه کړې او درې تنه بيرته خلاص سويدي .

مجاهد ادعا وکړه چي پدې بريدونو کي يې ترپنځوسو پوري افغان او خارجی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ،خو ځايي افغان چارواکي دغه ادعا نه مني .

فريدالله ظاهر

کتونکي : محمد قاسم نوري