1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین جمهوررييس غواړی نوی «سیمه ایز نظم» رامنځته کړي

محمد قاسم نوري، اژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۸, شنبه

د اسیا په اقتصادي کنفرانس کي دچین دولتي مشر، شی جین پینگ واضح کړه ، چي دده هيوادغواړي په اسیا او نړی کي یو فعاله رول ولوبوي . دا تر ټولو دمخه د امريکا متحده ايالاتو په سترگو کی اغزی دی

https://p.dw.com/p/1EyvU
انځور: Reuters

د اسیا اقتصادي کنفرانس ته هیڅ وخت دومره لوړ پوړي کسان نه وه ورغلی ، لکه سږکال . د اول وار دپاره په هغه کي د صدراعظم په عوض د چین جمهوررييس خبري وکړې . د چین د جنوبي جزیرې هاینان په بو آاو(Bo'ao) کي د خپلي وینا پر وخت شی جین پینگ په اسیا کي د یوې غښتلی همکاری غوښتنه وکړه . ده وویل ، «موږ باید په گډه سره یو «سیمه ایز نظم» رامنځته کړو ، چي د اسیا او نوری نړی سره مطابقت وکولای سي . » نوموړی په دې اړه متقابلی تړلتیا او په اوسنی جهاني سوې اقتصادي نړی کي نامعلومو حالاتو ته اشاره وکړه .که څه هم دچین اقتصاد اوس د پخوا په ډول چټکه وده نه لري ، خو بیا هم نورو هيوادونو ته ډیر اقتصادي امکانات په اختیار کي ورکوي . د نړی دغه دوهم اقتصادي قدرت غواړی دوامداره وده وکړي . د شی جین پینگ په خبره ۷ فیصده اقتصادي وده ډیره بده نه ده ، د هغه په مقایسه چي حکومت پروسږکال په مارچ کي ۷،۴ فیصده هدف ټاکلی ؤ .

چین لوی پلانونه لري

شی جین پینگ د چین دپاره د «وریښمو د نوي لاري » د جوړولو د نوښتونو پلاس کي اخیستلو وړاندیز هم وکړ ، چي پکښي به تر اروپا پوري اقتصادي لاري جوړیږي او همدارنگه دزیربناپه برخه کي د پانگي اچوني پلان سوی اسیايی بانک رامنځته کيږي. جمهوررييس ټینگار وکړ ، چي دغه بانک به د ټولو هيوادونو په اختیار کي وي . په داسي حال کي چي جرمني ، نور اروپايي هيوادونه او حتی جنوبي کوریاغواړي ددغه بانک سره همکاري وکړي ، بیا د امريکا متحده ايالات د هغه جوړولو ته په انتقادی نظر سره گوري . دا اندیښنه ، چي دغه بانک به د جهاني بانک او یا اسیا د پرمختیايي بانک په مقابل کي رقابت وکړي ، شی جین پینگ یې په جواب کي وویل ، چي چین کوښښ کوي، دنورو نړیوالوبانکونو سره په گډه کار وکړي .دغه بانک ، چي چین غواړی په اول سر کي په هغه کي ۵۰ ملیارډه ډالره ابتدايي سرمایه واچوي ،په اخره کي به ۱۰۰ ملیارډه ډالره سرمایه ولري . ددې تر څنگ چین د «وریښمو د لاري » د یوه صندوق دجوړولو دپاره ۴۰ ملیارډه ډالره اماده کوي ، تر څو ورباندي په مرکزي اسیا کي زیربنأ جوړه او یا د کښتیو د تگ راتگ لاري ورغول سی .

په کنفرانس کي د جرمن وینگز د قربانیانو سره همددردي

دغه کنفرانس ته چی د ۲۰۰۲ م کال راهیسي هر کال دایریږي ، د سویس په داووس کي د اقتصادي کنفرانس سره دیوه متقابل وزن په سترگه کیږي. سږکال په دغه کنفرانس کي ، چي ۲۸۰۰ کسانو گډون پکښي کړی ؤ ، د نورو تر څنگ د اندونیزیا جمهوررييس یوکو ویدودو،د سویډن صدراعظم سټیفان لوفین ، د اطریش جمهوررييس هاینڅ فیشر او د مایکروسافټ مؤسس بِل گېتس هم گډن کړی ؤ .
هم شی جین پینگ د کنفرانس د جوړیدو په مناسبت خپله وینا کی اوهم دکنفرانس عمومي منشي څو وینهوگ د جرمن وینگز د قربانیانو د کورنیوسره خپله همددردي اعلان کړه .