1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دښمنان مو په درنو وسلو سمبال دي»

حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۲۲, سه‌شنبه

په کابل کي د ۳۴ ولايتونو د امنيې قوماندانان سره راټول سوي چي له وسله والو طالبانو سره په جنگ کي د پوليسو ضعف تشخيص کړي. طالبان سږکال توانېدلي دي چي د پوليسو پرضد درانه عمليات ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/1DVOL
انځور: picture-alliance/AP Photo

شاوخوا يوه مياشت دمخه د هلمند، نورستان، کندز او غزني ولايتونو د ځينو ولسواليو يو شمېر برخي د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندي راغلي او د څو ولسواليو د سقوط اندېښنې ډيري سولې.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۴مه) په کابل کي د ټولو ولايتونو د امنيې قوماندانو په گډون يو سمينار رابللی وو، څو د افغان پوليسو ضعف پکښې و ارزول سي.

په دغه سمينار کي د کورنيو چارو سرپرست وزير محمد عمر داودزي وويل چي پوليس درنې وسلې نه لري او دغو وسلو ته سخته اړتيا ده: «د پوليسو دښمنان دهشکه او زيکويک لري او پوليس يوازي کلاشينکوف. تاسي وگورئ دښمن پر يوې ولسوالۍ باندي د حملې پرمهال چي پريوه تپه باندي زيکويک نصب کړي ولسوالي نيولای سي، په داسي حال کي چي دا بايد سرچپه وای. زيکويک بايد پوليسو درلودلای.»

د کورنيو چارو وزير زیاته کړه چي په هغو سیمو کي چي پوليس له سترو گواښونو سره مخامخ دي بايد په درنو وسلو سمبال سي.

اسخباراتي راپورونه په پام کي نه نيول کيږي

وسله وال طالبان په ځينو پيښو کي توانېدلي دي چي افغان امنيتي ځواک ته سخته مرگ ژوبله واړوي. افغان امنيتي چارواکي اوس دا مني چي استخباراتي ضعف د دې سبب سوی دئ چي امنيتي ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله واوړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخي د ډيرو ولايتونو قوماندانان د ولايت او ولسواليو په اړه معلومات نه لري او استخباراتي راپورونه سم نه لولي. هغه وويل چي دغه موضوع د دې سبب سوې ده چي پوليس هغه مهال په دښمن خبريږي چي د ښار يا د دوی د پوستو دروازو ته ور ورسيږي.

د داوودزي په خبره د امنيتي او استخباراتي ادارو ترمنځ نه همږغي د دې سبب سوې ده چي طالبان ځني وختونه خپل هدف ته ورسيږي. هغه وويل چي پوليسو ته د دښمن د پلانونو په اړه خبر نه ورکول کيږي او نه پوهيږي چي څه ډول يرغل پري کيږي.

يوازي د دوشنبې په ورځ په سرپل ولايت کي د پوليسو د موټرو يو کاروان د وسله والو طالبانو په کمين کي وخوت او ۱۴ تنه پوليس پکښې ووژل سول.

داودزي وويل: «زموږ قوماندانان صاحبان په سيمه کي استخباراتي رپوټونه جدي نه نيسي دوی ته وررسیږي، یو سکرتر ئې لولي او قوماندانانو ته ئې نه رسوي. استثناوي به وي خو په ټوله ييزه توگه استخباراتي رپوټه جدي نه نيول کيږي.»

د افغان پوليس له دغي کمزورۍ سره سره بيا هم افغان چارواکي په دې ډاډه دي چي طالبان به هيڅ وخت نه وکولای سي چي پر دغه هيواد باندي حاکم سي.

د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي چي د طالبانو هغه خوب چي بيا به پر دې هيواد باندي حکومت کوي رشتيا نه سي.

له افغانستان څخه د دباندنيو عسکرو د وتلو تر اعلان وروسته وسله والو طالبانو ته داسي اميدواري پيدا سوه چي گويا افغان امنيتي ځواک ته به د جنگ په ډگر کي ډېر ژر ماته ورکړي، خو اوس داسي ښکاري چي طالبان د يوې ولسوالۍ د نيولي توان هم نه لري.