1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دکابل دځان وژونکی بريد په اړه د خلکو عکس العملونه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

وروسته له څو اونيو کراريو څخه نن سهار يو وار بيا د کابل د ښار په لويديزه برخه د دارالامان په سيمه کي يوه زوروره چاودنه وسوه . د امنيتي چارواکو په وينا دغه چاودنه د يو ځان وژونکي بريد له امله رامنځ ته سوه

https://p.dw.com/p/NR8o
انځور: AP

چي په نتيجه کي يې 59 تنه ملکي کسان ټپيان او ووژل سول . 17 موټران چي پنځه يي د ناټو په ځواکونو پوري اړه درلوده، زيانمن سوي دي .

چاودنه دومره زوروره وه چي د پيښي له سيمي څخه په څوسوه متره ليري واټن کي يې د ودانيو ښيښې ماتي کړې . د دغي پيښي په تر سره کيدو سره د کابل ښاريان ويرجن سول او د پيښي عاملين يې د يو ناوړه او ناروا عمل په ترسره کولو تورن کړل .

د کابل ښار يو تن اوسيدونکی مولوي عبدالغياث ډويچه ويلي راډيوته وويل چي : په اسلام کي ځان وژنه حرامه بلل سوې او ځان وژونکي بريدونه د اسلامی شريعيت مخالف کار دی .

Selbstmordanschlag in Kabul Afghanistan
انځور: AP

د کابل ښار يو بل تن اوسيدونکی دا يو نامشروع عمل بولي او وايي چي افغانان ډير کړيدلي او ښووني روزني ته ډيره اړتيا لري نه ځان وژونکو بريدون ته .

د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی يو تن محصل وايي چي د کابل په ښار کي د ځان وژونکي بريدونو يوعلت د امريکايي ځواکونو موجوديت دی . دی ځان وژونکي بريدونه د امريکائيانو پر ضد د وسله والو مخالفينو يو ضرورت بولي ،خو د عامو خلگو وژنه غندي او دا يو ناوړه عمل ګڼي .

د يادوني وړ ده چي د چارواکو په وينا په دې پيښه کي د ناټو د ځواکونو شپږ تنه وژل سويدي . دغه بريد په داسي حال کي ترسره سو چي د څو مياشتو راهيسي د کابل په ولايت کي کلک امنيتي تدبيرونه نيول سويدي .

انور بری پال

کتونکي : محمد قاسم نوري