1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دګوانتانامو دبنديانود منلو پرسر په جرمني کښي د نظر اختلافات

۱۳۸۷ بهمن ۷, دوشنبه

داچي دګوانتاناموله بنديخاني څخه دخوشي کيدلو په صورت کي ،کوم بنديان چي هغوي دسياسي دلايلو له امله نسي کولاي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي ، په جرمني کي سياسي پناه ورکول سي او که نه ،

https://p.dw.com/p/GgVb
دګوانتانامو يوبندي چه په لاسو کښي يې ولچکان دي
دګوانتانامو يوبندي چه په لاسو کښي يې ولچکان ديانځور: AP

، په دې اړه په تيره بيا ددغه هيواد دبهرنيو او دننه دچارو دوزيرانو فرانک والټر شتاين ماير او ولف ګانګ شايبله ترمنځ دنظريو توپير ليدل کيږي .

خو نوري نظريي هم موجودي دي ،چي وايي دګوانتانامو يو شمير بنديانوته دي اوروپايي هيوادونه سياسي پناه ورکړي . مثلا دبخښني بين امللي سازمان يا amnesty international په نامه دبشر دحقونو دسازمان څخه Ferdinand Muggenthaler وايي چي :

«لکه څنګه چي ويل کيږي ،دګوانتانامو په بنديخانه کي څه نا څه له 50 څخه تر 60 پوري داسي بنديان شته دي چي پر هغوي باندي تر اوسه دکومي دعوي اقامه نده سوې، دوي بايد خوشي سوي وای ، خو دوی خپلو اصلي هيوادو ته نسي تلاي ، ځکه چي که چيري هلته ولاړ سي نو ښايي بيا تر شکنجواو عذابونو لاندي ونيول سي . دوي دداسي هيوادونواتباع دي چي هلته وهل او ټکول سته ،مثلاسوريه ، الجزاير ، ازبکستان ، يا داسي نور هيوادونه . او ټولو ته څرګنده ده چي په دغه هيوادونو کي دبشري بنيادي حقونو رعايت نه کيږي .»

خو دآلمان دننه دچارو وزير ولف ګانګ شايبله بيا وايي چي :

«په جرمني کي دګونتانامو دبنديانو پر موضوع باندي داسي خبري او بحثونه روان دي چي سړی ګومان کوي ، چه ګواکي دګونتانامو دبنديخاني تړل يا نه تړل به په دې پوري اړه ولري، چي آلمان ددغه محبس يو شمير بنديان مني اوکه نه . خو زما له نظر ه دا موضوع په لمړي سرکي دامريکايانو مساله ده . بيا که چيري داسي يو څوک وي چي هغه په امريکا کي دنه پاته کيدلو دپاره مشخص او دمنلو وړ دلايل ولري ، سړي کولاي سي ورباندي خبري وکړي، خو ماته تر اوسه پوري داسي يو ه فقره نده روښانه شوې .»

دآلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير دګوانتانا مو دبنديانو مساله نه يوازي په جرمني ،بلکي داوروپا په سطحه مطرح کړې، او داروپايي ټولني دغړو هيوادو څخه يې ددې غوښتنه کړې چي دوی بايد دامريکايانو سره دګوانتانامو دکمپ دژر تړل کيدلو په مساله کي مرسته ،اودهغو سره ګډ کار وکي . ځکه دلته داعتماد پوښتنه منځ ته راځي .

اوبيا دآلمان دبهرنيو چارو وزير وايي چي په تيرو کلونو کي موږ اوروپايانو څوڅو واري دامريکايانو څخه داغوښتنه کړي وه، چي دوي بايد دګونتانامو محبس وتړي .

خو داخبره هم بيخي روښانه او واضح ده چي دګونتانامو دکمپ تړل په هغو پوري اړه لري چي دغه کمپ يي جوړ کړي ،او څوک چي يې جوړوي طبعا هماغه به يي بيرته له منځه هم وړي .

داچي جرمني يا کوم بل اوروپايي هيواد تر کومو شرايطو لاندي دګونتامو بنديانو ته پخپله خاوره کي ځای ورکړي ،شتاين ماير وايي نو مخکي تردي چي دوي ومنل سي بايد په ژور ډول وڅارل سي ،چي دوي په کوم تور دامريکايانو له خوا نيول شوي دي .