1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمزیر پیتریوس ته د آلمان د خدمت مډال ورکړ

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، متحده ایالاتو ته خپل سفر دیوید پیریوس ته د آلمان د خدمت د مډال په ورکولو سره پیل کړ.

https://p.dw.com/p/143c0
انځور: picture-alliance/dpa

دیمزیر تر دې مخکي له خپل کانادایي سیال سره هم لیدلي ول او د آلمان او کانادا تر منځ ئې د پوځي اړیکو پر پراخولو خبرې کړي وي.


د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کي د ناټو پخواني عمومي قوماندان او د امریکا د استخباراتي شبکې مشر دیوید پیتریوس، ته د آلمان د خدمت مډال ورکړ.

کله چې دیمزیر پیتریوس ته د آلمان د خدمت مډال ورکاوه هغه وویل چي پیتریوس يو ډیر ښه ستراتیژي جوړوونکی او د آلمان د خلکو واقعي ملگری دئ. پیتریوس په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو قوماندان وو او اوس د امریکا د استخباراتي شبکي مشر دئ.

دیمزیر به د پنج شنبې په ورځ له خپل امریکایي سیال لیون پنیتا، سره هم وگوري. دیمزیر به همداراز د هارورد په پوهنتون او په واشنگټن کې په New American Security کې ویناوې وکړي.

کانادا ته سفر

دیمزیر له اوتاوا څخه واشنگټن ته رسیدلی دئ. هغه په دغه ځای کې له خپل کانادایي سیال سره ولیدل او د آلمان او کانادا تر منځ د اړیکو پر پراخلو ئې ورسره خبرې اترې وکړې.

د کانادا د دفاع وزیر په افغانستان کې له کانادایي سرتیرو څخه د آلماني سرتیرو د ملاتړ له پاره مننه وکړه. د آلمان او کانادا د دفاع وزیرانو له خپلې غونډې وروسته په یوې خبرې غونډه کې اعلان وکړ چي دغه دواړه هیوادونه به خپلې پوځي همکارۍ نورې هم پراخې کړي. اوس کانادايي ځواکونه په آلمان کي له یوي وړوکي پوځي اډي څخه کاراخلي خو په پلان کي ده چي کانادا به د بن او کولن د ښارونو له هوايي ډگر څخه پراخه استفاده وکړي.

کانادایي سرتیري د کلونو راهیسي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو تر څنگ په جگړه بوخت ول. خو په ۲۰۱۱ کال کي دغه هیواد په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه او د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو ئې پیل وکړ. اوس کانادا په افغانستان کي شاوخوا ۹۵۰ سرتیري لري چي دنده ئې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده.

کانادا له ۲۰۰۲ کال راهیسي په افغانستان کې ۱۵۸ سرتیري له لاسه ورکړی دي خو له دغې نیټې راهیسي بیا په افغانستان کې۱۵۲ آلماني سرتیري وژل شوي دي.

مسعود جهش (رویترز، د آلمان خبري آژانس، فرانس پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل