1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیموکراټانو د آزاد تجارت په اړه د اوباما پلان رد کړ

آژانسونه / گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

د پاسیفیک او اروپایی ټولنی سره د آزاد تجارت په برخه کی د یوه تړون د رامنځته کیدو په هکله د بارک اوباما پلانونه د ناکامۍ سره مخامخ سوه.

https://p.dw.com/p/1FgdQ
انځور: Jewel Samada/AFP/Getty Images

د پاسیفیک او اروپایی ټولنی سره د آزاد تجارت په برخه کی د یوه تړون د رامنځته کیدو په هکله د متحده ایالاتو جمهوررییس بارک اوباما پلانونه د ناکامۍ سره مخامخ سوه. ددغه هیواد اولسی جرگې هغه یو قانون بلاک کړ چی له مخی یې د جمهور رییس صلاحیتونه پراخوله.

په تیره بیا د دیموکراتانو استازو اوباما ته د خپل ملاتړ څخه ډډه وکړه. خو اولسې جرگې بیا د جمهوري غوښتونکي اپوزیسیون څخه په دې برخه کی ډیر ملاتړ په لاس راوړ.

د قانون تصویبولو پروسه به له سره پیل سي

تر دې لږ مخکی د دیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو اکثریت د امریکایی کار کوونکو د پاره د مرستې د هغې پروگرام پر ضد رایې ورکړې چی غواړی د هیواد څخه بهر کار وکړي. څرنگه چی سنا بیا دغه دواړه موضوعگانې سره یو ځای کړې ، نو اوس باید د دواړو قوانینو په هکله یو تفاهم رامنځته سي. خو داچی په دې برخه کی څومره چانس موجود دی ، لا تر اوسه معلومه نه ده.

د « Fast Track » په نامه د آزاد تجارت تړون په برخه کی د جمهور رییس د صلاحیتونو قانون به په راتلونکو شپږو کلونو کی د امریکا حکومت ته د پاسیفیک او اروپایی ټولنی هیوادونو سره د خبرو اترو پراخ صلاحیتونه ورکړي.

د دغه قانون له مخی اوباما کولای سوای د آزاد تجارت په برخه کی بې له پارلمان څخه آزاد لاس ولري . په آخره کی به یې تړون د یوې عادي رایه گیرۍ د پاره پارلمان ته د رایی ورکولو د پاره وړاندي کړی وای . بیا نو د پارلمان هر وکیل وروسته نه سواې کولای په هغه کی کوم بدلون راولي او یا یې د یوې پروسې د پیل کیدو د لاری مخنیوی وکړی.

جمهور رییس اوباما مخکی تر رایه اخیستلو په کانگرس کی د دیموکراتانو د استازو سره ولیدل ، تر څو هغوی ته د آزاد تجارت د اجندا په هکله قناعت ورکړي. خو داسي ښکاری چی د اوباما خبری چی په څه کم دوو کلونو کی د خپل مقام څخه ایسته کیږي ، عملاً ډير وزن نه لري. حتی د دده د یموکرات گوند د فراکسیون مشری نانسي پیلوسی هم دده د پلان څخه ملاتړ ونه کړ.

د آزاد تجارت په برخه کی د پانگه اچوونکو څخه لانجمنه دفاع

په دې ډول باید جمهور رییس د خپلې دندې په دوو وروستیو کلونو کی بیا هم د اقتصادی- سیاسي مهم پلان د پاره مبارزه وکړي ، یعنی داچی د پاسیفیک د هیوادونو سره د آزاد تجارت تړون رامنځته کړي. په دې برخه کی د اروپایی ټولنی په مقایسه ددغو هیوادونو سره خبرو اترو ډیر پرمختگ کړی دی.